مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د کندوز روغتون د هوايی حملې ژوندي پاته سوو د مسؤلینو محاکمه وغوښتل
د کندوز پر یوه روغتون باندي د هوايی حملې ژوندي پاته سوو قربانیانو دبرید د مسؤلینو محاکمه وغوښتله. ۲۷ کلن حمدالله د شنبه په ورځ فرانس پرس خبري آژانس ته وویل ، چي د امريکامتحده ايالاتو د تحقیقاتو هغه رپوټ چي پر اساس یې گواکي دغه حمله جنگي جنایت نه ؤ ، «د منلو وړ ندی. » ده غوښتنه وکړه ، چي د هغه مسؤلین باید محاکمه سي.
په عراق کي پر شیعه زیارت کونکو باندي خونړی برید
د عراق په پایتخت بغداد کي پر شیعه زیارت کونکو باندی په یوه بمي برید کي لږتر لږه ۱۴ کسان وژل سوي او ۲۵ نور ټپیان سوي دي. د پولیسو په حواله موټري بم په یوه سړک کي هغه وخت وچاودید، کله چي زیارت کونکي یوه زیارت ته پر لاري وه. د موسی کاظم دغه زیارت ته چي د بغداد په شمال کي پروت دی، هر کال ډیر زیات شیعه زیارت کونکي ورځي.
د اروپايي ټولني شپږ هيوادونه د سرحدي کنترول تمدید غواړي
جرمني او پنځه نور اروپايي هيوادونه د اروپايي ټولني د کمیسون څخه غواړي ، چي د می میاشتي څخه د شپږو میاشتو لپاره بیا د شینگن په ساحه کي سرحدي کنټرول ته اجازه وکړي. د المانۍ ورځپاڼي «دي ویلټ» دغه رپوټ په برلین کي حکومتي کړیو تایید کړی دی . ویل کیږي ، چي ددغي غوښتني مطابق یو لیک به سبا دوشنبه ورځ بروکسل ته ولیږل سي.
رسنی: جرمني د خپلو سرحدنو څخه نابالغه کسان شړلي دي
د جرمني د سرحدونو څخه د یوې ورځپاڼي په حواله د سږعیسوي کال جنوری میاشتي راهیسي تر ۳۰۰ زیات نابالغه کوچنیان بیرته لیږل سوي دي ، چي ورسره څوک ملگري نه وه. د هغوی ۱۶۰ تنه د افغانستان ، ۴۶ سوریې او ۳۰ تنه له عراق څخه وه. د جرمني حکومت د هغوی د نه پریښولو علت د شینگن مقرراتو پراساس د سفر کولو نیمگړي شرایط په گوته کړي دي.
د ایران پارلمان ته ډیرو اصلاح غوښتونکو لار پیدا کړه
د ايران د پارلماني انتخاباتو په دوهمه او نهايي مرحله کي د جمهوررييس حسن روحاني پر شاوخوا اصلاح غوښتونکي په ښکاره ډول سره مخته سوي دي. هغوی د مجموعأ ۶۸ چوکیو له جملې څخه لږتر لږه ۳۳ په لاس راوړي دي. محافظه کارانو ۲۱ او پاته بې طرفه کاندیدانو وړي دي. په فبروری میاشت کي د لمړی مرحلې انتخاباتو په نسبت دا دروحاني د اییتلاف «هیله مندی لست» لپاره یو ښکاره بریالیتوب دی.