مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
سکای نیوز ته د داعش اسناد په لاس ورغلي دي
د سکای نیوز ټلویزوني چینل د خپلو معلوماتو پراساس د ۵۰ هيوادونو څخه تر ۲۲۰۰۰ اضافه اسلامی دولت جنگیالیو په باب معلومات په لاس راوړي دي. دغه برتانوي چینل ویلي دي،چي هغوی دغه معلومات دداعش له یوه پخواني مایوسه سوي غړي څخه اخیستي دي. ویل کیږي، چي په هغه کي د جنگیالیو نومونه، تلیفون لمبرونه او ادرسونه هم شامل دي. دغه اسناد دداعش له امنیتي مشر څخه یوه په پخواني جنگیالي غلأ کړي وه.
د بالکان لار د مهاجرو پر مخ عملأ تړلې ده
سلواکیا، کروشیا،صربستان اومقدونیا نور هیڅوک بیله پاسپورټ او ویزې څخه نه پریږدي چي غربي اروپا ته ورتیر سي. پدې ډول سره نو تقریبأ ۳۵۰۰۰ انسانان په یونان کي بند پاته دي. د هغو مهاجرو سرنوشت هم ، چي غربي اروپا ته پرلاري دي ، معلوم ندی. هنگري د اضطراري حالت اعلان کړی دی او پولیس او پوځ به یې سرحدونه نور هم تقویه کړي. د بالکان له لاري څخه پروسږکال تر یوه ملیون اضافه مهاجرين جرمني او اطریش ته راغلي وه.
ایران د توغنديو پروگرام له کبله نورو ته خطر نه ویني
ایران د خپل بالسټیکي توغنديو د آزمويني دفاع کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت ویاند جابر انصاري ویلي دي، چي د ایران د توغنديو پروگرام د داخلي امنیت د دفاع یوه برخه ده او نورو هیوادو ته هیڅ خطر نه پيښوي. د دغو غوغنديو توغول د قهر سبب وگرزیدل، ځکه چي د منځنۍ فاصلې پردوو راکټو باندي په عبراني لیکل سوي وه: «اسراییل باید نابود سي.»
د برازیل پر پخواني جمهور رئيس تور لگول سوی
د ساو پاولو څارنوالۍ د برازیل پر پخواني جمهور رئيس لوسي لولا دی سلوا، باندي د تورو پیسو د سپینولو له کبله اقامهء دعوه کړې ده. څارنوالی د هغه مطابق اسناد قضأ ته لیږلي دي. په دعوه کي د اتلانتیک پر غاړه باندي یو اپارتمان شامل دی. څارانوالي معتقده ده، چي لولا یوه معین شرکت ته د قرارداد ورکولو په شیریني کی دغه اپارتمان اخیستی دی.
په پنسلوانیا کي په فیرونو کي پنځه کسه وژل سوي دي
د امريکا متحدو ايالاتو د پنسلوانیا ایالت د ویلکنبورگ ښار په یوه محفل کي د فیرونو په نتیجه کي د پنجشنبه په ماښام پنځه انسانان وژل سوي دي. پولیسو خبر ورکړی دی چي د دوو نامعلومو کسانو په فیرونو کي څلور نارینه او یوه ښځه وژل سوي دي. درې نور کسان ټپيان سوي هم دي. په امريکا کي هرکال د توپنچو په واسطه ۳۰۰۰۰ انسانان وژل کیږي او تقریبأهره ورځ دغه ډول پيښي رامنځته کيږي.