مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
کلینتن په جنوبي کارولاین کي د جمهوري رياست مقدماتي انتخابات وگټل
د امريکامتحده ايالاتو پخوانی خارجه وزيره هیلاري کلینتن په جنوبي کارولاین کي د جمهوري رياست مقدماتي انتخابات په لوی اکثریت سره وگټل. کلینتن په دغه ایالت کي د دموکراټانو دداخلي حزبي مبارزې په جریان کي د خپل سیال سناتور بیرني ساندرس څخه ډیره مخته سوه. د تقریبأ ټولو رایو تر حسابولو وروسته دې ۷۳،۵ او ساندرس فقط ۲۶ فیصده رايي یوړې.
مهاجرين په یونان کي بند پاته دي
د یونان او مقدونیې تر منځ سرحد د یوې برخي پرخلاصیدو سربیره د مهاجرو وضعیت هلته سم ندی. په سرحدي ناحیه ایدومیني کي د بندپاته سوو مهاجرو تعداد د یوناني خبري آژانس انا په حواله ۶۵۰۰ تنو ته لوړ سوی دی. خو هلته رسمأ د ۱۵۰۰ تنو له پاره د اوسیدو ځای سته . د تشنجي حالت له کبله مقدونیې د ایدومیني سرحدبیرته خلاص کړی دی او ۳۰۰ تنو ته یې د تیریدو اجازه ورکړې ده.
د ايران اصلاح غوښتونکو د پایتخت تهران ټوله پارلماني چوکی گټلي دي
د ايران د پارلماني انتخاباتو دیوې برخي تر حسابولو وروسته د جمهوررييس حسن روحاني پر شاوخوا اصلاح غوښتونکو د تهران ټوله پارلماني چوکی وړي دي. دولتي ټلویزون د ۹۰ فیصدو رایو تر حسابولو وروسته رپوټ ورکړی دی ، چي د«هیله مندی»په نامه لست د تهران لپاره په نظر کي نیول سوي ټولي چوکي گټلي دي. اتو ښځو هم پارلمان ته لار پیدا کړې ده. تر اوسه پوري د پارلمان د۲۹۰ چوکیانو څخه دتهران ټوله برخه محافظه کاران وه.
سویسیان بیا د مهاجرت د قانون د سختیدو په باب ریفرانډم دایروي
سویسیان د یوه ریفرانډم په جریان کي بیا د مهاجرت د قانون د سختیدو په باب رايي ورکوي ، چي د مجرمو خارجیانو اخراجول به اسانه کړي. د ښی اړخي سویسي ولسي گوند د قانون د مسودې پر اساس باید ټول مجرم غیرسویسیان سمدلاسه اخراج سي. پدې ډول به نو دهر مجرم پناهنده د قضیې جلا جلا څیړل لغؤ سي . هغوی به حتی د یوه کوچني جرم په صورت کي هم اخراجیږي. خو حکومت ، پارلمان او پراخ اجتماعي اتحاد دغه مسوده ردوي.
په هندوستان کي یوه سړي د خپلي کورنی ۱۴ غړي وژلي دي
په هندوستان کي یوه ۳۵ کلن سړي د خپلي کورنی ۱۴ غړي وژلي او وروسته یې خپل ځان هم وژلی دی. لکه څنگه چي پولیسو خبر ورکړی دی، دغه پيښه د بمبیي په ۳۰ کیلومترۍ د تانا په ښار کي رامنځته سوې ده. د پيښی څخه د هغه یوه خور ژوندی پاته سوې ده ، چی د هغې کرنکه یې هم ورپرې کړې ده. دا اوس په روغتون کي ده. ددغه عمل د اجرأ کولو دلیل تر اوسه پوري معلوم ندی.