مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په موټربمي چاودنو کي په سوريه کي ډیرانسانان وژل سوي دي
په دوو موټربمي چاودنو کي د حمس په ښار کي دفعالینو په حواله لږترلږه ۴۶ انسانان وژل سوي دي. دغه خبره په لندن کي د سوريې لپاره د بشر د حقوقو دڅارني ادارې کړې ده. په چادونو کي تر ۱۰۰ اضافه نور کسان ټپيان سوي هم دي. گمان کیږي ، چي ټوله قربانیان ملکي خلک وي. د یاغیانو ددغه پخواني اصلي مرکز لویه برخه اوس د سوريې د رژيم لخوا کنټرولیږي. په ښار کي اکثرأ چاودني تر سره کیږي.
یوه روغ لیوني دامريکا په متحده ايالاتو کي لږتر لږه 7 انسانان وژلي دي
د امريکامتحده ايالاتو په شمال شرق کي د رسنیو په حواله یوه مسلح سړي لږتر لږه ۷ انسانان وژلي دي. ډیری نور کسان ټپيان سوي هم دي. امریکايي رسنیو د محلي پولیسو په حواله لیکلي دي ، چي دغه پيښه د میشیگان د ایالت په یوه رستورانت او یوه موټر پلورنځی کي رامنځته سوې ده. هغه د موټر څخه پر بې گناه خلگو باندي فیرونه کوله. مجرم یو ۴۵ کلن سپین پوستی دی او اوس نیول سوی دی.
د امريکا د جمهوري رياست د کاندیدی پر سر مبارزه کي کلینتن او ترومپ مقدماتي انتخابات وگټل
USA - Vorwahlen
رپوټ: په لیبیا کي ۱۵۰۰۰۰ مهاجر د مدیترانې له لاري تیریدو ته منتطر دي
اروپايي چارواکي د یوې رسنی د رپوټ پر اساس انتظار لري ، چي بين امللي قاچاقبران د بالکان له لاري دسخت سرحدي کنټرول له کبله غربي اروپا ته نوي لاري پیدا کړي. د «وېلټ ام زونټاگ» ورځپاڼه لیکي، چي د ترکیې او یونان تر منځ د آژه په بحیره کي د اروپايي ټولني ددباندني سرحد سخت کنټرول ددې سبب سوی دی، چي مهاجرين په زیاتیدونکي ډول د لیبیا او مصر څخه د مدیترانې خطرناکي لاري ونیسي.
په کولمبیا کي تر ۳۷۰۰۰ اضافه کسان د زیکا په ویروس اخته سوي دي
په کولمبیا کي د روغتيايي چارواکو په حواله ۳۷۰۰۰ انسانان د زیکا په ویروس اخته سوي دي ، چي تر ۶۳۰۰ یې اضافه امیدواره ښځي دي. د چاروکو په خبره فقط د یوې اونی په جریان کي ۵۵۰۰ نورکسان په دغه ویروس باندي اخته سوي دي.