مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د سوريې اپوزیسون په ژنیو کي د سولي په خبرو کي گډون کوي
تر ډیرځنډ وروسته د سوريې اپوزیسون په ژنیو کي د سولي په خبرو کي د گډون سره خپله موافقه ښکاره کړه. د اپوزیسون دمذاکراتوعالي کمیټه – HNC به ، چي د واکمن بشالاسد د رژیم مخالف اتحاد دی، ژنیو ته تقریبأ ۳۰ استازي واستوي.د سوريې له پاره د ملګروملتو دخاص نماینده سټیفان دی میستورا تر مشری لاندي خبري د خڼدونوسره مخامخ دي ، ځکه چي اپوزیسون د ژنیو د سولي په خبرو کي د گډون په هکله په ورځو ورځو سلأ مشورې وکړې.
فرونټېکس :اوس هم اروپا ته مهاجر د پخوا په ډول راروان دي
د اروپايي ټولني د سرحدونو ددفاع سازمان فرونټېکس سږکال اروپا ته د مهاجرو په راتگ کي کموالی نه احساسوي. ددغه سازمان رییس فابریس لېگیري د «شپیگل» المانی مجلې ته ویلي دي ، چي دژمي پر خرابي هوا سربیره هره ورځ د ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ تنو پوري یونان ته راځي. د هغه په خبره تر کومه وخته پوري چي په سوريه کي د انسانانو قتل عام روان وي ، مهاجرين به هم رارون وي.
برلین او روم غواړي د لیبیا امنیتي ځواکونه وروزي
جرمني او ایټالیا تصمیم نیولی دی ، چي په گډه سره د لیبیا امنیتي ځواکونه وروزي، تر څو په دغه هیواد کي ثبات رامنځته او دقاچاقبرو گروپو سره په ښه ډول مبارزه وکولای سي. د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل د ایټالیا د صدراعظم ماتیو رېنڅي سره په برلین کي تر لیدني کتني وروسته وویل ، چي دلیبیا دامنیتي قواوو ښوونه او روزنه به په تونس کي ترسره سي.
د ناټو عمومي منشي د جرمني څخه د نظامي بودجې دډیریدو غوښتنه کړې ده
د ناټو عمومي منشي یېنس سټولتنبِرگ د جرمني څخه غوښتي دي، چي خپلي نظامي بودجې ته ډیري پیسې اختصاص او د امنیتي ځواکونو خلاوي ډکي کړي . هغه اضافه کړې ده ،چي د اروپا دیوه لوی اقتصادي قدرت په توگه جرمني باید د ناټو په مصارفو کي د دغه سازمان د شرایطو مطابق خپل سهم ادأ او د خپلي اقتصادي توانايي دوه فیصده دفاعي مسایلو ته اختصاص کړي.
ملګروملتو په مرکزي افریقا کي د جنسي تیریو د نوو پيښو رپوټ ورکړی دی
ملګروملتو د مرکزي افریقا په جمهوریت کي د خارجي عسکرو له خوا د کوچنیانو څخه د سؤ استفادې نوو تورونو رپوټ ورکړی دی. ددغه سازمان د بشر د حقوقو لوی کمیسار رعد الحسین په ژنیو کي وویل، چي څلورو نجونو ویلي دي ، چي د عسکرو له خوا ورباندي جنسي تیری سوی دی. دغه عسکر د اروپا د ایوفور- Eufor په ماموریت پوري اړه لري. په تیرو وختو کي هم د ملګروملتو پر سولي ساتي عسکرو باندي دغه ډول تورونه لگول سوي وه.