مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د سختو واورو له کبله په امريکا کي ۱۹ انسانان وژل سوي دي
د امريکامتحده ايالاتو په شرقي ساحل کي د سختو واورو له کبله لږتر لږه ۱۹ انسانان وژل سوي دي. لکه څرنگه چي مسؤلو مقاماتو خبر ورکړی دی ، ددغي جملې څخه ۱۳ کسان د موټرونو په ټکرو کي وژل سوي دي .د «یوناس- Jonas » په نامه د واورو طوفان په نیویارک،واشنگټن، اودنیوجرسي څخه نیولې تر ارکانساس پوري تقریبأټوله عامه ژوندگډوډ کړی دی. په لس هاوو زره خلگ بې برق پاته او تر ۵۱۰۰ اضافه پروازونه کنسل سوي دي.
ایران د ایربس شرکت څخه ۱۱۴ طیارې رانیسي
د ایران د اقتصادي تعزیراتو له منځه وړل د اروپا د طیارې جوړولو د شرکت ایربس له پاره د ملیونو یورو د فرمایش ښه خبر له ځانه سره راوړی دی. د ایران د ترانسپورټ وزیر عباس اخوندي د یکشنبه په ورځ اعلان وکړ، په همدغه اوونی کي به لاد ۱۱۴ طیارو فرمایش ورکول سي. دغه قرارداد به د چهارشنبه په ورځ له اروپا څخه د جمهوررييس حسن روحاني د لمړني رسمي سفر په وروستی ورځ د ایران اېر او ایربس شرکت تر منځ امضأ سي.
جرمني هره ورځ د ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ مهاجر د سرحدو څخه بیرته شړي
جرمني، د کورنيو چارو دوزير توماس دې میزېر د معلوماتو پراساس هره ورځ د ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ مهاجرين د سرحدو څخه بیرته شړي. هغه «بیلډ ام زونټاگ»ورځپاڼي ته ویلي دي:«هغه کسان چي د جنگو او تعقیب له کبله راتښتي، جرمني یې ساتي او ورته پناه ورکوي. خو دا په دې معنی نده ، چي هغه کسان چه دغه شرایط یې نه وي پوره کړي، او غواړي زموږ په هیواد کي پناه ورکړي ،هم ورته پناه ورکول سي .هغوی د سرحدو څخه بیرته شړل کیږي .»
شټاین مایرد سوريې د سولي په خبرو کي د اسلامي ډلو ورگډيدل غواړي
د جرمني حکومت غواړي ، چي اسلامي یاغي ډلي دي هم د سوريې د سولي په خبرو کي ورگډي سي. بهرنیو چارو وزير فرانک والټر شټاین مایر «فرانکفورتر الگماینین » ورځپاڼي ته ویلي دي ، چي اوس ددې وخت نه دی ، چي سړی دي پخپله خوښه د خبرو او مذاکرې گډون کونکي انتخاب کړي. دادواړو اړخونو، اپوزیسون او اسددرژیم په باب صدق کوي. خوروسيه د ژنیو د سولي په خبرو کي د اسلامي گروپو د ورگډیدو سره مخالفت کوي.
سوريايي یاغیانو په شمال کي یو بل ښار هم له لاسه ورکړی دی
د واکمن بشالاسد ځواکونو د لاتاکیا په ساحلي ولایت کي د یاغیانو له خوا کنټرولیدونکی وروستی ښار ربیعه بیرته نیولی دی. دولتي ټلویزون د پوځ په حواله ویلي دي ، چي حکومتي قواوو د محلي وفادارو ملیشو په کومک دغه ښار نیولی دی. خو په خارج کي فعالینو ویلي دي ، چي ددغه ښار نیول یوازي د روسي هوايي قواوو او روسي افسرانو په رهبری د پوځونو د یوې برخي په کومک نیول سوی دی.