مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په پاریس کي دملګروملتو کنفرانس د اقليم ساتني یو نړیوال تړون لاسلیک کړ
تر اوږدو بحثونو وروسته ۱۹۵ دولتونو په پاریس کي د ملګروملتونو د کنفرانس پر مهال د ټولي نړی په سطح د اقليم ساتني یو تړون امضأ کړ. د نوي تړون اصلي هدف دادی، چي د مځکي گرمیدل د امکان تر حده پوري تر ۱،۵ درجو پوري محدود کړي، او د پیړی په دوهمه نیمايی کي د گلخانه اي گازونو د معیار پرعادي کیدو باندي بریالیتوب حاصل سي.
په روم کي د لیبیا د بحران یو نړیوال کنفرانس جوړیږي
په روم کي نن یکشنبه د لیبیا د یوه نړیوال کنفرانس پر مهال د شمالي افریقا ددغه جنگ ځپلي هیواد پر یوه سیاسي حل باندي سلأ مشورې کیږي. د کنفرانس هدف دادی ، چي د لیبیا دواړه رقیب دولتونه د ملګروملتونو له خوا معامله سوي د سولي د یوه تړون منلو ته تشویق کړي ، تر څو ددغه عیسوي کال تر اخره پوري یود ملي وحدت حکومت جوړ سي. خودواړو رقیبو پارلمانونو تر اوسه پوري دغه تړون نه دی تصویب کړی.
د سوریې د اپوزیسون د خبرو پر پلان باندي انتقادونه سوي دي
ې اپوزیسون د واکمن بشالاسد سره د خبرواو معاملې په پلان درلودلو سره د انتقادونو سره مخامخ سوی دی : د ال نصره جبهې پر اپوزیسون او نوروهغو یاغي ډلو باندي د خیانت تور لگولی دی، چي په سعودي عربستان کي یې د پلان سوو خبرو پر گډ دریځ باندي سره موافقه کړې وه. روسيه هم چي د سوریې په داخلي جنگ کي د اسد درژیم طرفداره ده ، په ریاض کي د اپوزیسوني ډلو دا حق رد کړی دی ، چي د ټوله اپوزیسون په نمایندگی خبری وکړي.
دېميزې په راتلونکي کي داروپاد سرحدونو څخه د مهاجرو بیرته لیږل نه ردوي
د کورنيو چارو وزير توماس دېميزې دا نه ردوي ،چي جرمني به په اینده کي مهاجرین د سرحدونو څخه بیرته ولیږي. د مسیحي ډیموکراټانو دغه سیاستمداره المانۍ ورځپاڼي «ویلټ ام زونټاگ» ته ویلي دي ،چي د حقوقي لحاظه هم دا کار ممکنه دی. ده ویلي دي ،چي که د اروپايي ټولني ددباندنيو سرحدو ساتنه سمه ونه سي ، نو د شینگن ساحه بیله سرحدي کنټرول څخه په دوامداره ډول باندي نسي پاتیدلای.
په سعودي عربستان کي درې ښځې محلي شورأگانو ته کامیابه سوې دي
په سعودي عربستان کي د محلي انتخاباتو پر مهال د اول وار له پاره درې ښځه محلي شورأگانو ته کامیابه سوې دي. سعودي خبري آژانس SPA د لمړنیو نتایجو پر اساس ویلي دي ،چي یوه کاندیده د مکې سره نژدې د مدرکې د ښار محلي شورأ ته انتخاب سوې ده. د شنبه په ورځ محلي انتخابات لمړني انتخابات وه ، چي د سعودي عربستان په شاهي نظام کي ښځو د اول وار لپاره اجازه درلوده، رايي ورکړي او یا ځانونه ورته کاندید کړي.