مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
روسيه د ترکيې سره د ویزې ازادي لغؤ کوي
د ترکيې له خوا دیوې روسی جنگي طیارې تر ویشتلو وروسته د روسيې جمهوررييس ولاد يمير پوتين د هغه د یوه مشاور په حواله د ترکيې له جمهوررييس رجب طیب اردوان سره مستقیمي خبري نه کوي. روسيې د لمړني گام په حیث د ترکيې سره موجوده د ویزې ازادي د ۲۰۱۶ م کال د جنوری له اولي څخه لغؤ کړه. کریملین غواړي په دغه جزايی تدابیرو سره دترکيې حکومت د نورو ترڅنگ د طیارې ویشتلو له کبله بخښني غوښتلو ته مجبوره کړي.
په بروکسل کي د ترهگری په شک یو بل کس نیول سوی دی
د پاریس تر حملو وروسته دپلټونو او تحقیقاتو په ادامه د بلجیم پولیسو یو بل کس د ترهگرۍ په شک نیولی دی. لکه څنگه چي د بروکسل څارنوالی خبر ورکړی دی ، هغه حتی د پنجشنبه په ورځ لا نیول سوی دی. پر هغه باندي په ترهگري بریدونو کي د گډون او یوه ترهگري سازمان کي د غړیتوب تور لگیدلی دی. خود هغه دقیق جزییات لا معلوم نه دي.
د عدلیې وزیر د پاریس د حملو او جرمني تر منځ هیڅ ارتباط نه ویني
امنیتي مقاماتو د عدلیې وزیر هایکو ماس په خبره تراوسه پوري د جرمني او فرانسې د وروستیو ترهگري بریدونو تر منځ هیڅ ارتباط نه دی ثابت کړی .خو تحقیقاتي مقامات بیا هم ټوله شواهد څیړي. د پاریس تر حملو دوې اوونی وروسته په جرمني کی د تحقیقاتو څوقضیې جریان لري. که څه هم وضعیت جدي دی او جرمني د احتمالي حملو د خطر سره مخامخ دی ، خو بیا هم د عدلې وزیر د امنیتي قوانینو د سختیدو مخالف دی.
اوټینگر په انټرنیټ کي د اسلام پالو د سخت کنټرول غوښته کړې ده
د اروپايي ټولنی د دیجیټلي اقتصاد المانی کمیسارگوینتر اوټینگر په انټرنیټ کي د اسلام پالو د سخت کنټرول خبره کړې ده. اوټینگر ټینگار کړی دی ، چي په دې ارتباط باید استخبارات دپرسونل او تخنیکي لحاظه تقویه سي. هغه دې ته اشاره وکړه ،چي اسلامی دولت او نور اسلاپاله گروپونه د انټرنیټ څخه ډیر استفاده کوي. په همدې دلیل باید د اروپايي هيوادو د استخباراتو تر منځ گډ کار په ښه ډول سره سازماندهي سي.
د پرمختیايی چارو وزیرد اقلیمي ژمنو د لا ډیر کنټرول غوښتنه کړې ده
په پاریس کی د اقلیم ساتني تر کنفرانس لږ دمخه د جرمني د پرمختیايی چارو وزیر گیرد مویلر په اقلیمي سیاست کي د لا ډیر نړیوال کنټرول غوښتنه وکړه. مویلر وویل، چي یوازي پدې ډول سره کیدلای سي اطمینان حاصل سي، چي هر هيوادپه جلأ ډول دگلخانه ای ګازونو دکمولو وعدې واقعأ پوره کړي دي. په همدې حال کي د کاناډا نوي حکومت اعلان کړی دی ، چي د غریبو هيوادو سره د اقلیم ساتني په پروژو کی خپل کومکونه دوه چنده کوي.
برازیل ترطبیعي ناورین وروسته،ملیارډونه جبران خساره غواړي
د اوسپني د یوه کان د بند ترنړیدو وروسته د برازیل حکومت له مسؤله شرکت څخه د ککړ سوي رود د پاکولو په خاطر لږتر لږه دپنځو ملیارډه یورو جبران خسارې غوښتنه کوي. درې اوونی دمخه د بند تر نړیدو وروسته لوشي او خټي د ریودی ژینیرو د شمال تر ۲۵۰ کیلومتری پوري ورسیدلې. دکان د پاکولو له دستگاوو څخه ۵۰ ملیونه ټنه لوشي نژدې رود ته وربهیدلې او لږتر لږه ۱۳ انسانان پکښي ووژل سول.