مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
دبرما په یوه کان کي لږترلږه ۹۰ انسانان وژل سوي دي
د برما په شمال کي د قیمتي ډبرو په یوه کان کي د سختي مځکي ښویدني له کبله لږترلږه ۹۰ انسانان وژل سوي دي. د کاشین د محلي ادارې یوه استازي ویلي دي ، چي تقریبأ ۱۰۰ تنه نور لا ورک دي. د هغه څنگ ته پنځوس کورونه هم تر خاورو لاندي سوي دي
په بروکسل کي لا لمړی درجه احضارات اعتبار لري
د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کي د حملو د پلانونو ترشواهدو وروسته بیا هم هلته لمړی درجه احضارات اعتبار لري. چارواکي وايی، چي د بروکسل د لویي ساحې امنیتي وضعیت به نن یکشنبه وڅیړل سي. هغوی په عین حال کي پر پراخو ضد ترهگري تدابیرو باندي انتقادونه رد کړل . صدراعظم شارل میشل د څلورمي درجې احضاراتو د وضع کولو څخه دفاع وکړه ، چي په خبره یې د پاریس غوندي ممکنه حملو شواهد موجود وه .
لویدیځ هيوادونه د روسيې پر ضد اقتصادي بندیزونه تمدیدوي
د اوکراين د شخړي له کبله غربي هيوادونه غواړي د روسيې پر ضد اقتصادي بندیزونه د ۲۰۱۶ م کال د جولای تر میاشتي پوري تمدید کړي. د رویټرس آژانس په حواله د اروپايي ټولني لویو هيوادو او د امريکا متحده ايالاتو دغه خبره د G20 غونډي پر مهال لا منلې ده . هلته د پنځو هيوادو مشرانو ، لکه د امريکا جمهوررييس ، جرمني ، بریتانیا اوایټالیا صدراعظمانو او فرانسې دباندنیو چارو وزیر د بندیزونو تمدیدل ومنل.
په بنگله دیش کي د اپوزیسون دوه سیاتوال اعدام سوي دي
په بنگله دیش کي د ۱۹۷۱ م کال د ازادی جنگ په جریان کي په جنگي جنایتونو تورن د اپوزیسون دوه سیاتمداره اعدام سوي دي. د بنگله دیش د کورنیو چارو وزیر اسدزمان خان ویلي دي ، چي د BNP گوند پخوانی د پارلمان وکیل صلاح الدین قادر خدوري او د جمعیت اسلامي حزب سیاتمداره او پخوانی وزیر علي احسن محمد مجاهد د ډاکې په عمومي محبس کي اعدام سوي دي.
د کریمیا په نیمه جزیره کي د بریښنا د قطع کیدو له کبله اضطراري حالت اعلان سوی دی
د کریمیا په نیمه جزیره کي د برق د قطع کیدو له کبله چارواکو اضطراري حالت اعلان کړی دی. ددې مخکي په اوکراین کي د برق د ولتاژ ډیري پایې نړول سوي وې. د کریمیا نیمه جزیره کاملأ د اوکراین څخه برق اخیستلو ته محتاجه ده. د روسي آژانسونو د معلوماتو پراساس پدې منځ کي د جنراتورونو په کومک بیرته برق تر یوه حده پوري تهیه سوی دی.