مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په نیمروز کي د طالبانو په یوه برید کي شپږ سرتیري وژل سوي دي
وسله والو مخالفینو د افغانستان د نیمرزو ولایت په خاشرود ولسوالۍ کي په یوه تاکتیکي حمله کي د ملي اردو ۶ سرتیري وژلي او درې تنه نور ټپيان کړي دي. لکه څرنگه چي دخاشرود ولسوال محمد هاشم نورزي ویلي دي ، ملي اردو ته دغه مرگ ژوبله هغه وخت واوښته ، کله چي یاغیانو تیره شپه دزرنج -دلارام پر لار ددهمزنگ په سیمه کي پر یوه امنیتي پوسته باندي برید وکړ.
دشنبې ورځی راهیسي څه ناڅه ۸۰۰۰ مهاجرين مونشن ته رسیدلي دي
څه ناڅه ۱۰۰۰ تنه نور کډوال د هنگري او اطریش له لاري مونشن ته رسیدلي دي. تر رارسیدو لږ وروسته باید هغوی په شپه کي ددورتموند په لور بل ریل گاډي ته پورته سوی وای ، کوم چي نیمه شپه ۲بجې او ۳۰ دقیقې یې حرکت وکړ.دشنبې ورځی راهیسي څه ناڅه ۸۰۰۰ مهاجرين د بایرن ایالت مرکزمونشن ته رسیدلي دي .ډیریو ویلي دي ، چي د سوریې څخه راغلي دي ، خو د افغانستان او عراق څخه هم.
د جرمني څخه سږکال ډیر کډوال اخراج سوي دي
د جرمني څخه د اخراج سوو مهاجرينو شمیر په دغه کال کي د شپیگل مجلې په حواله تر ۱۰۰۰۰ تنو هم اوښتی دی. مجله د مرکزي حکومت او ایالتونو د ارقامو په حواله لیکي ،چي داتقریبأ دټول ۲۰۱۴ م کال په اندازه دي. ډیرو نورو ایالاتونو په همدغه کال کي دکډوالو ډله ایزي ایستني پلان کړي دي ، خصوصأ د بالقان هيوادونو مهاجرين.
مريکا متحده ايالاتو روسيې ته د لازیات پوځی حضور څخه خبرداری ورکړی دی
د امريکا متحده ايالاتو روسيې ته په سوریه کي د روسي عسکرو د ممکنه زیاتیدو څخه خبرداری ورکړی دی. لکه څرنگه چي د امریکا بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی ، د بهرنیو چارو وزیر جان کېري خپل روسي سیال سرگیې لاوروف ته ددغه رپوټونو په باب د « امريکا متحده ايالاتو اندیښنې» بیان او په سوریه کي یې د روسي پوځ ممکنه ژر زیاتیدو ته اشاره کړې ده. کیري څرگنده کړه ، چي دغه ډول عملیات کړکیچ نور هم پراخولای سي.
د فوکوشیمایوې سیمي ته د نه ورتگ مقرره لغؤ سوې ده
د جاپان د اټومي دستگاه فوکوشیماتر فاجعې وروسته دهغه د شاواخوا څخه تر ډله ایزو ایستنو څلور کاله وروسته حکومت د هغه په یوه سیمه کي دنه ورتگ یوه مقرره لغؤ کړې ده. په دې ډول نو د ناراها سیمه ، یوازنی هغه ځای دی ، چی ټوله اوسیدونکي یې هلته دډیر وخت له پاره پاتیدلای سي. د صدراعظم شینڅو ابي حکومت غواړي تر ۲۰۱۷ م کال مارچ پوري دنه ورتگ ټوله مقررات لغؤ کړي.