۱۳۹۶ بهمن ۱۱, چهارشنبهسوسیال مسیحي او دیموکرات مسیحي ګوندونه وروسته له اوږدو خبرو اترو څخه له سوسیال دیموکرات ګوند سره د مهاجرو د کورنیو د الحاق په موضوع کې موافقې ته ورسیدل. ټاکل شوی ده چې د اګست میاشتې له لومړۍ نیټې څخه پر استثنایې مواردو سربیره به هره میاشت ۱۰۰۰ تنه مهاجر له خپلو کورنیو سره یوځای شي. سوریایې مهاجر غسان د ۳۰ میاشتو راهیسې په آلمان کې یوازې ژوند کوي. هغه هیله من دی چې ژر به یې کورنۍ ورسره یوځای شي.