1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

مهاجر د کرونا له ویرې له هسپانیې څخه بیرته افریقا ته تښتي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۲, جمعه

اوس له هسپانیې څخه ډیری هغه مهاجر چي په ډیرو تکلیفونو او لوړو لګښتونو سره یې ځانونه دغه هیواد ته رسولي ول، د کرونا له ویري بیرته خپلو هیوادونو ته تښتي. د تیښتې بل لامل یې بیا د هسپانیې خراب اقتصادي وضعیت هم دی.

https://p.dw.com/p/3bf5A
BdTD Spanien Flüchtlinge Ceuta
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/A. Sempere

د مراکش ساحلي ساتونکي په تعجب کي لویدلي دي چي څرنګه څه نا څه ۱۰۰ کسان له هسپانيې څخه بیرته د دوی د ساحل خوا ته وراوړي. په عادي ډول سره مهاجرین د مراکش قاچاقبرانو ته ډیرې پیسې ورکوي چي په پټه د مدیترانې د خطرناکو لارو څخه یې هسپانیې ته ورسوي چي له هغه ځای څخه بیا د اروپا د اتحادیې نورو هیوادونو ته ولاړ سي. 

تر دې مخکې داسې نه وو سوي چي څوک دې له هسپانیې په قاچاقي توګه مراکش ته ولاړ سي. خو داسې ښکاري چي د کرونا ویروس وبا هر څه سرچپه کړي: آن د مهاجرو د سفر جریان.

تر ټولو دمخه د شمالي افریقا هیوادونو اوسیدونکي غواړي د مراکش له لاري بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته ولاړ سي. د دغه مهاجرینو اکثریت یې په هسپانیا کي د یوه ښه ژوند او راتلونکې هیله لرله. خو د کرونا ویروس له خپریدو  سره د دوی دغه هیلې له منځه تللې دي. 

تر ټولو لومړۍ د هغوی روغتیایي هیلې او خوبونه له منځه تللي دي: که څه هم هغه کسان چي په هسپانیې کي د اوسیدو سند نه لري، هم روغتیايي خدماتو ته لاسرسي لري، خو بیا هم ډیری مهاجر په کرونا ویروس د اخته کیدو له ویرې سره ژوند کوي. په هسپانیا کي تر اوسه پورې تر ۲۱۳۰۰۰ ډیر کسان په کرونا ویروس اخته سوي دي، او تر ۲۴۰۰۰ ډیرو کسانو بیا د همدې ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هسپانیا اوس په نړۍ کي تر امریکا متحده ایالاتو وروسته، د کرونا ویروس له کبله دویم تر ټولو ډیر ځپل سوی هیواد دی.

خو دا د کرونا ویروس د وبا سخت اقتصادي عواقب دي چي مهاجر یې تر هر څه ډیر د دغه هیواد پریښودو ته اړ کړي دي. د بخښني د نړیوال سازمان څخه د هسپایې کارپوه ویرجینیا الواریڅ، کاتولیکي خبري آژانس ته ویلي دي چي د کرونا ویروس له کبله لګیدلو محدودیتونو د مهاجرو د کار بازار سخت زیانمن کړی دی.

په عادي حالت کي هغوی په هسپانیا کي که څه هم د کار اجازه او اقامت نه لري، خو په غیر قانوني توګه د زراعتي محصولاتو د راټولونکو، ساختماني پروژو کارګرو او پاک کارانو په توګه دندې ترسره کوي.

د الواریڅ په خبره په ټوله هسپانیا کي د مارچ میاشتي د نیمايی څخه قیودات وضع سوي او په نتیجه کي یې ټوله کارونو بند سوي دي. دا په داسې حال کي ده چي هسپانیا په کروندو کي کارګرانو ته سخته اړتیا لري.

له کار او دولتي مرستو پرته د مهاجرینو له پاره دا سخته ده چي ډیر وخت دغه حالت وزغمي کړي. هغوی اړ دي چي د کورونو کرايې ورکړي؛ ډوډۍ وخوري او نور روزمره مصارف تمویل کړي. 

د مهاجرینو راتلونکې هم په هسپانیا کي ښه نه معلومیږي. کارپوهان اټکل کوي چي هسپانیا به د کرونا وبا تر تیریدو وروسته هم له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ سي. د بیکارۍ سطحه به له اوسنۍ ۱۴ سلنې څخه ۲۱ سلنې ته لوړه سي.