«مهاجر استخباراتي ادارو ته زيات معلومات ورکوي»
۱۳۹۶ مهر ۲۵, سهشنبهپه آلمان کي د اساسي قانون د ساتنې د ادارې مشر هانس ګيورګ ماسن ويلي دي چي اداره يې له پناه غوښتونکو څخه د داعش د احتمالي غړو په تړاو زيات معلومات په لاس راوړي. نوموړي دويچه وېله ته په بون کي وويل چي په دې توګه په لاس راغلو معلوماتو څخه «۸۰ سلنه معلومات يې قوي وي.» د يادي استخباراتي ادارې مشر زياته کړې چي ادارې يې د دغه مقصد له پاره د تليفون يوه شمېره هم فعاله کړې ده، چي له لاري يې وگړي په دې تړاو معلومات ورکولای سي.
د ماسن په وينا د داعش يو شمېر غړي په دې مقصد اروپا ته راغلي دي چي غواړي دلته بريدونه تر سره کړي. د هغه په وينا ادارې يې تر اوسه ۲۰ دغه ډول کسان موندلي چي د ياد مقصد له پاره اروپا ته راغلي ول.
دغه چارواکي زياته کړې ده چي د داعش داسي وسله وال هم اروپا ته راغلي چي مقصد يې له جګړې څخه فاصله نيول دي. هغه د دغو کسانو په تړاو زياته کړې: «د داعش داسي جنګيالي، چي غواړي له جګړې څخه ځان ليري کړي او ښايي د لويو جنګي جنايتونو مرتکب سوي وي خو اوس يې ځانونه د پناه غوښتونکو په بڼه کړي وي.» دغه چارواکي ويلي چي ځيني وختونه بيا د جنايت عاملين او قربانيان په آلمان کي په يو مهاجر کمپ کي سره مخامخ سي.
د ماسن په وينا د آلمان د اساسي قانون د ساتنې ادارې همکاران د مهاجرت او پناه غوښتني له فدرالي ادارې سره له مهاجرو څخه د پوښتنو پر وخت همکاري لري. د دغه رئيس په وينا غواړي تر ۲۰۱۹م کاله پوري په دغه ډګر کي ۲۵۰ نوي کارځايونه رامنځ ته کړي.
زموږ له ارشيف څخه: