1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرو ته د داوطلبانه ستنيدو په بدل کي د پيسو ژمنه

۱۳۹۸ اسفند ۲۳, جمعه

 د يونان په ټاپوگانو کي خ پر ډکېدونکومهاجر کمپونو ته په کتو سره، اروپايي ټولنه غواړي پناه غوښتونکي د مالي مرستو د ورکولو له لاري تشويق کړي چي په داوطلبانه ډول خپلو ټاټوبو ته ستانه سي.

https://p.dw.com/p/3ZLTC
Türkei Migranten warten an Grenze zu Griechenland
انځور: DW/Tunca Ögreten

د اروپايي ټولني کميساري ايوا جانسن د پنجشنبې په ورځ په آتن کي تر خبرو اترو وروسته وويل: »موږ اوس د مهاجرو د داوطلبانه ستنيدو په هکله پر يوه ځانگړي او محدود وخت له پاره پروگرام باندي موافقه سره وکړه.«

په دغه پروگرام کي هغه ۵۰۰۰ پناه غوښتونکي شامليدای سي چي د ۲۰۲۰م کال  د جنورۍ له لومړۍ نيټې څخه مخکي يونان ته راغلي دي

په دې ډول به هر هغه څوک چي غواړي په خپله خوښه له يونان څخه ووزي، ۲۰۰۰ يورو ترلاسه کړي. جانسن وايي چي د پيسو دغه وړانديز يوازي د يوې مياشتې له پاره اعتبار لري.

هغه زياتوي چي دا پيسي به له مهاجرو سره مرسته وکړي چي په خپلو ټاټوبو کي کار او ژوند له سره پيل کړي.

په يونان کي د مهاجرو چارو وزير نوتيس ميتاراکي ويلي چي »دا واضح خبره ده چي موږ د يوه ملي اضطراري حالت سره مخامخ يوو او بايد خپل سرحدونه وساتو«. د هغه په خبره، د داوطلبه کسانو بيرته ستنيدل به د مهاجرو له پاره نړيوالو ټولنو او د اروپايي ټولني د سرحدونو د ساتلو آژانس فرونتکس په مرسته تنظيم سي.

څو وخته مخکي په سونو انسانان د اوبو له لاري له ترکيې څخه د يونان د آژې ټاپوگانو ته ورسيدل، چيري چي اوس څه د پاسه ۳۷ زره پناه غوښتونکي په کمپونو کي ځای پر ځای سوي دي. دا په داسي حال کي ده چي دغه لاگرونه يوازي د شاوخوا ۶۰۰۰ انسانانو ظرفيت لري.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د فبرورۍ په پای کي اعلان وکړ چي د هيواد سرحدونه يې د اروپايي ټولني پرمخ خلاص دي. له همدې کبله زيات شمير مهاجر په يو وار د ترکيې په سرحد کي سره راټول سول. دا کار د ترکيې او اروپايي ټولني ترمنځ کړکيچ ته هم لمن ووهله.

په دې ترڅ کي د اروپايي ټولني کميساري دا هم څرگنده کړه چي اوه غړو هيوادونو دې ته تياری ښودلی دی چي د يونان له ټاپوگانو څخه به ۱۶۰۰هغه کم سنه مهاجر ومني چي پرته له والدينو څخه راغلي دي. په هغو کي آلمان هم شامل دی.

 د جمعې په ورځ د اروپايي ټولني ټول داخله وزيران سره راټوليږي چي د نورو ترڅنگ به د ترکيې او يونان ترمنځ سرحد موضوع هم د هغوی په اجندا کي شامله وي.