«مهاجرو ته د آلمان ژبي ۲۰۰۰۰ ځایونه کمبود دي»
۱۳۹۶ اسفند ۷, دوشنبهد «بیلډ ام زونټاگ» المانۍ ورځپاڼي په حواله یوازي د تیرکال اکتوبر او ډسمبر میاشتو ترمنځ تر ۲۰۰۰۰ زياتو مهاجرو له پاره د ژبي کورسونه موجود نه ول. ورځپاڼي دغه خبر د پارلمان یا بونډسټاگ د بودجې د کميټې په حواله ورکړی دی. ورځپاڼه زیاتوي، چي کافي معلمان وجود نه لري، خصوصأ په مهاجرو کي د مخ پرډیریدونکو بې سوادو د شمیر په سبب.
له بلي خوا د ژبي په دغو مخصوصو کورسونو کي، هر دوهم معلم لازم تخصص نه لري او ورته د استثنايي حالاتو په دلیل د معلمۍ اجازه ورکړل سوې ده.
د سږ عیسوي کال د جنورۍ پر ۱۸ نیټه په نورنبیرگ کي د کار د بازار او مسلکي تحقیقاتو انستیتوت (IAB) او اقتصادي تحقیقاتو انستیتوت (DIW ) په یوه رپوټ کي راغلې ول، چي هغه ۳،۳ ميلیارده یورو چي په ۲۰۱۵م کال کي مهاجرو ته د ژبي د زده کړي او تعلیمي برخه کي مصرف سوي دي، تر ۲۰۳۰م کال پوري به دتقریبأ ۱۱ ميلیاردو په اندازه مالي مصارف راکم کړي.د څیړونکو د تحلیل له مخي به لس کاله وروسته د مهاجرو الماني ژبه ډیره ښه سي او تر اوس به ۶۶ سلنه لوړه سي. په دې ډول سره به که هغوی ته د نورو مسلکي او تعلیمي امکاناتو زمینه هم برابره سي، د هغوی د مسلکي فراغت سندونه به هم ۳۳ فیصدو ته ورسیږي. په دې سره به اجتماعي مصارف راکم او د مالیاتو د زياتېدو سبب وگرځي.
د کار د بازار څیړونکي پردې سربیره مشوره ورکوي چي د مهاجرو له پاره د ادغام او ژبي کورسونه او همدارنگه تعلیمي امکانات به نور هم پراخ سي. خصوصاً د هغو پناه غوښتونکو له پاره چي لا یې پروسې په جریان کي دي او په جرمني کي یې د پاتېدو چانس ډیر دی. خو په خبره یې متأسفانه اوس هم ډیرو مهاجرو ته د هغوی د پناه غوښتني پروسې ترتکمیلیدو پوري دغه امکانات نه برابریږي.
زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:(22.10.2016)