1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: شل سلنه کډوالې ښځې د جنسي زور زياتي ښکار کيږي

۱۴۰۰ آذر ۶, شنبه

ملګرو ملتونو د جنسي زور زياتي په مقابل کې د کډوالو ښځو او نجونو د ښې ساتنې غږ کړی دی. ويل شوي چې کابو شل سلنه کډوالې د جنسي روز زياتي ښکار کيږي.

https://p.dw.com/p/43Xev
Griechenland Flüchtlingslager auf Lesbos
انځور: Reuters/E. Marcou

د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي کمیسار فيليپو ګرانده د جمعې په ورځ په ژنيو کې د جنسي زورزياتي څخه د ښځو او نجونو د ساتنې له پاره د لا زياتو هلې ځلو غږ کړی دی. 

نوموړي وویل چې په ټوله نړۍ کې له افغانستان څخه نيولې د کانګو تر ديموکراتيک جمهوريت او تر کولمبيا پورې د جنسي زور زياتي قرباني ښځې نه بيانيدونکی کړاو ګالي.

ګرانده خبرداری ورکړ چې کابو شل سلنه کډوالې د جنسي جبر، بريدونو او جنسي تيري ښکار کيږي. نوموړي وویل چې د کرونا وبا له خپريدو راهیسې د ښځو او نجونو وضعیت نور هم خراب شوی دی. 

Irak Flüchtlinge aus Syrien nach Militäroffensive Türkei
د ملګرو ملتونو په حواله دمګړۍ په نړۍ کې کابو ۸۴ میليونه انسانان په تېښته ديانځور: picture-alliance/AP Photo/H. Malla

د ښوونځیو تړل کيدو له کبله نجونې نور يوه خوندي ساحه نه لري او په مخ پر ډېريدونکي توګه د زور زياتي ښکار کيږي. ګرانده همدا راز د کورني تاوتريخوالي، انساني قاچاق او جنسي ناوړه استفادې د زياتيدو په اړه هم رپوټ ورکړی دی.

هغه وويل چې د حکومتونو ترڅنګ له مرستندويه ټولنو، مدني ټولنو او بسپنه ورکوونکو څخه هم غوښتنه کیږي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي روز زياتي په مخنيوي کې مرسته وکړي.

 ملګري ملتونه: په جنګي سیمو کی پر ماشومانو زورزياتی ډېر شوی

د ملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې د تازه رپوټ په حواله په دې وروستیو کې د هغو کسانو شمیر چې تېښتې ته اړ کيږي، ډېر شوی دی. د روان میلادي کال په لومړيو شپږو میاشتو کې په ټوله نړۍ کې تر ۸۴ ميليونو ډېر انسانان کډوال شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان تر اوسه د څه نا څه ۸۲ ميليونه مهاجرو څخه خبره کوله.

ب. ص/ ن. ز (EPD)