1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. بې وزلو هیوادونو ته د ۴۱ ميليارډ ډالرو مرستې غوښتنه کړې

۱۴۰۰ آذر ۱۱, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په ګډون د نړۍ د فقیرو او جګړه ځپلو هیوادونو د ۱۸۳ میليونه خلکو د ژغورنې له پاره د ۴۱ ميليارډه ډالرو د مرستې غوښتنه وکړه. د مرستې دغه غوښتنه د راتلونکي کال له پاره ده.

https://p.dw.com/p/43j1l
Afghanistan Taliban Konflikt l Vertriebene Familien aus dem Kundus, Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP

دغه سازمان ويلي دي چې قحطي لا هم په «ويروونکي شکل» د ۴۳ هیوادونو ۴۵ ميليونه انسانان ګواښي. دغه خلک په هغو هیوادونو کې اوسیږي چې د اقليمي تغیراتو له کبله په ناوړه هوا کې ژوند کوي او غذايي ستونزو سره مخ دي. ملګرو ملتونو ويلي دي چې وضعیت ته په کتو، په کلنۍ بوديجې کې د ۱۷ سلنه ډيريدو ته اړتیا لیدل کيږي.

د ملګرو ملتونو د مرستو مسئول، مارتين ګريفیتس خبریالانو ته وويل: «د اړتياو محرکونه موږ ټولو ته معلوم دي. په دې کې په غميزه توګه اوږدې شخړې، سیاسي بې ثباتي، د اقتصادونو لويدل... اقلیمی بحران، يو بل بحران که څه هم نوی نه دی خو ډيرې پاملرنې ته يې اړتیا چې هغه یقینا د کرونا وبا بحران دی.»

ملګرو ملتونو د بسنپنه ورکوونکو په مخاطب کولو سره ويلي دي: «له ځنډ او سمدسي اقدام پرته کیدای شي ۲۰۲۲م کال د ناورين کال وي.»

په دغه رپوټ کې د افغانستان نوم د نړۍ د پنځو هغو هیوادونو په نوملړ کې په لومړي سر کې قرار لري کوم چې له بحراني حالاتو سره مخ دي. تر افغانستان وروسته پاتې څلور هیوادونه سوريه، یمن، ايتوپيا او سودان دي. په مجموع کې دا هغه پنځه هیوادونه دي چې پکې د شته بحرانونو رسيدګي ته ېې تر ټولو ډيرې بوديجې ته اړتیا ده. په دې برخه کې د افغانستان د اړتیا وړ بوديجې مقدار ۴ اعشاريه ۵ ميليارډه ډالر ښودل شوی دی. 

Martin Griffiths UN Sonderbeauftragter Jemen
د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو مسئول، مارتين ګريفیتسانځور: Getty Images/AFP/S. Stjernkvist

په افغانستان کې اوسمهال څه باندې ۲۴ ميلیونه خلک داسې لومړنيو مرستو ته چې خپل ژوند پرې وژغوري، اړتیا لري. په دراماتيکه توګه ستونزمن سیاسي وضعیت، د اقتصادي شاتګ تکرار او د ۲۷ کلنې سختې وچکالۍ له کبله غذايي ستونزې په افغانستان کې د فقر او لوږۍ ستر لاملونه ښودل شوي دي.

ګريفیتس زیاته کړه: «موږ د ملګرو په سازمان کې د هڅو په حال کې يو تر څو د نړیوال بانک او همدارنګه د ملګرو ملتونو په ملاتړ یو فوري سیستم ایجاد کړو، کوم چې شتمنیو ته به اقتصاد ته د داخلیدو زمينه برابره کړي.

هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې د نغذو پیسو نشتوالی د هر ډول خدماتو د ترسره کولو په لار کې يو لوی خنډ دی.» خو ګريفيتس په دې اړه هیله مندي ښودلې ده. هغه وويل: «زه هیله مند يم چې موږ به دا ستونزه د روانې مياشتې تر پای پورې حل کړای شو.»

تر افغانستان وروسته د ايتوپيا نوم یادیږي. د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې په دغه هیواد کې د حکومت او تيګرايايي ځواکونو تر منځ د یو کلنۍ نښتو له کبله د امهارا او افار سیمو په زرونو اوسیدونکي له خپلو مینو بيځايه شوي دي. د دې ترڅنګ دغه خلک له وچکالۍ ستونزې او د ملخانو له آفتونو سره هم لاس او ګريوان دي.

د ملګرو سازمان په وینا نژدې ۲۶ میلیون ايتوپيايان مرستو ته اړتیا لري. په دغو افرادو کې څه باندې ۹میلیونه يې پر خوراکي مرستو تکيه کوي چې په هغو کې ۵ ميلیونه تیګرایان هم شامل دي.

ګريفيتس زیاته کړه چې په ايتوپیا کې آن په می میاشتې کې ۴۰۰ زره کسان د قحطۍ له بحران سره مخ ول. هغه زیاته کړه: «ايتوپيا په احتمالي توګه تر ټولو د اندیښنې وړ هیواد دی چې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.»