1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگری ملتونه: افغانستان کی له ۳۷۵ زره زیات کسان بې ځایه سوي

۱۳۹۸ آذر ۵, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو د  بشري مرستو همږغي کوونکي دفتر ویلي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیل راهیسي څه د پاسه ۳۷۵ زره کسان بې ځایه سوي . د هغوی د بې ځایه کیدو علت د نښتو دوام، بې وزلي او طبیعي ناورینونه ښودل سوي.

https://p.dw.com/p/3Tlb0
Afghanistan-Krieg - Vertriebene Familien bei Khogyani/Chogiani
انځور: picture-alliance/NurPhoto/W. Sabawoon

د ملگرو ملتونو د بشری مرستو همږغي کوونکي ادارې »اوچا« د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړې چې په افغانستان کې دننه څه د پاسه ۳۷۵ زره او ۸۰۰ کسان د روان میلادی کال له پیل راهیسي بې ځایه سوي. د ملگرو ملتو د احصاییو رپوټ ښیي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال په ترڅ کی د بې ځایه سوو کسانو شمیر ډیر سوی دی. په تیر کال کې د بې ځایه سوو کسانو شمیر ۳۲۳ زره ښودل سوی وو.  

د هغه رپوټ په حواله چې د سه شنبه په ورځ خپور سوی، دغه کسان د نښتو له امله د خپلو ټاټوبو پریښودلو ته مجبوره سوي. د دغې ادارې د احصایوی رپوټ له مخې د بې ځایه سوو نیمایي برخه هغه کوچنیان جوړوي چی عمرونه یې تر اتلسو کلونو کم دي.

رپوټ زیاتوي چی له مجموعاً ۲۴۵ زرو کسانو څخه چې تیرکال د وچکالۍ او یا هم نورو دلایلو له امله د افغانستان په لویدیځ کې بې ځایه سوي، شاوخوا ۷۵ زره یې تر اوسه لا خپلو کورونو ته نه دي ستانه سوي.

د ملگرو ملتو د سازمان د بشری مرستو همږغي کوونکي دفتر یا اوچا ویلي چې سربیره پر دې د روان کال له پیل څخه تر اکتوبر میاشتي پورې څه د پاسه ۴۰۰ زره مهاجر، له گاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه سوي دي.

د ملگرو ملتو رپوټ ښیي چې ۳۷۸ زره او ۵۰۰ کسان له ایران او شاوخوا ۲۳ زره بیا له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه سوي. همدارنگه ۲۲ زره ۷۲۳ تنه افغان مهاجر د ۲۰۱۹ کال په ترڅ کې له ترکیې او کم شمیر بیا له اروپا څخه دغه هیواد ته ستانه سوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې بیکاري، اقتصادي بې وزلي او د بې ځایه سوو کسانو شمیر مخ په زیاتیدو دی. د ملگرو ملتو د سازمان د بشري مرستو همږغی کوونکي دفتر مخکی له دې، د په زرو کسانو د اړتیاوو په هکله خبر ورکړی وو.

په هغه رپوټ کې چې دغه ادارې تیره میاشت خپور کړی راغلي چې » په ۲۰۱۹ کال کې زموږ د ارزونو نتیجه ښیي چې په اټکلیز ډول به نژدې یو میلیون بې ځایه سوي کسان د روان کال تر پایه پورې، بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړي.« 

G.P/B.S/P.A