1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: زموږ ټوله آزادي د مطبوعاتو په آزادۍ پوری تړلې ده

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

د م.م عمومي منشي دمطبوعاتو آزادۍ د ورځي په مناسبت وینا کي ويلي چي زموږ ټوله آزادي دمطبوعاتو په آزادۍ پوري تړلې ده. هغه د مطبوعاتو آزادي د ډیموکراسۍ بڼسټ بللی او پر خبریالانو یې د بریدونو او گواښونو د بندیدو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/4QpCH
ARCHIV | Berlin Demo für Pressefreiheit
انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance

له دریو لسیزو راهیسي، د می میاشتي دریمه نېټه د مطبوعاتو د آزادۍ ورځ نومول سوې ده او په دغه ورځ خبریالان او رسنۍ لمانځل کیږي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتریش په خپله یوې ویدیويي وینا کي، د مطبوعاتو آزادي په انسانانو پوري مربوط گڼلې ده. هغه د مطبوعاتو آزادي د ډیموکراسۍ او عدالت بڼسټ بللې ده. گوتریش زیاته کړې ده چي«د مطبوعاتو آزادي د بشری حقونو د حیاتي ځواک ښکارندوی ده.»

د خبریال ملي ورځ، آیا طالبان هم دا ورځ لمانځي؟

دغه ورځ په داسي حال کي لمانځل کیږي چي د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخي د نړۍ په هر گوټ کي د مطبوعاتو آزادي تر برید لاندي راغلې ده. د ملگرو ملتونو عمومي منشي د خبرو پر بڼسټ، حقیقت د ناسمو اطلاعاتو او له کرکې ډکو خبرو په واسطه تهدید کیږي. هغه د نورو ترڅنگ د ځینو مستقلو خبري سازمانونو مالي سقوط، د هغو ملي قوانینو او مقرراتو زیاتوالی چي خبریالان چوپتیا ته مجبوروي، سانسور لا پسي زیاتوي او د بیان آزادي تر گواښ لاندي راولي، اشاره کړې ده.

سربیره پردې د رسنیو کارکوونکي او خبریالان د نړۍ په ډیرو سیمو کي له ځاني گواښونو سره هم مخامخ دي. هغوی د ځورونو او نیول کیدو له گواښ سره مخامخ او زندانونو ته اچول کیږي. 

د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د ۶۰۰ افغان خبريالانو پرانیستی لیک

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي په ۲۰۲۰م کال کي په نړۍ کي د رسنیو نيږدې ۶۷ کارکوونکي وژل سوي دي چي دغه رقم د هغه د تیرکال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د دغو معلوماتو له مخي شاوخوا درې پر څلرمه برخه ښځینه کارکوونکي له آنلایني زورزیاتي او یو پر څلرمه برخه یې له فزیکي تهدید سره مخامخي سوي دي.

د بې سرحده خبریالانو سازمان هم د نړۍ په ځینو هیوادونو کي د مطبوعاتو آزادي تر گواښ لاندي ویني. د نوموړي سازمان د رپوټ له مخي له ۱۸۰ بررسي سوو هیوادونو څخه، په فقط ۵۲ هیوادونو کي د مطبوعاتو د کلنیو درجه بندي له پاره، وضعیت ښه او د رضایت وړ وو. د بې سرحده خبریالانو سازمان په ډیریو هیوادونو کي وضعیت ستونزمن ارزیابي کړی دی.

په افغانستان کي وضعیت څه ډول دی؟

د ۲۰۲۱م کال د اگست مياشتي په نیمايي کي په افغانستان کي واک ته د طالباتو تر رسیدو وروسته، په دغه هیواد کي د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو وضعیت خطرناک سوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالي ورځي په مناسبت د یوه تازه رپوټ په خپرولو سره په وروستیو ۱۲ میاشتو کي د خبریالانو پر وړاندي د زورزیاتیو له ۶۴ سلنه زیاتوالي څخه خبر ورکړی دی.

آیا پر رسنیو محدودیتونه به لیرې که لا پسې ډیر شي؟

د رسنیو د ملاتړ دغه بڼسټ د ارقامو له مخي، د یوه کال په جریان کي د خبریالانو په وړاندي د زورزیاتيو، گواښونو او د هغوی د نیول کیدو ۲۳۱ پیښي ثبت کړي دي. په دغه موده کي يې خبریال خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی، ۲۱ کسان ټپیان سوي، د فزیکي زورزیاتي ۶ پیښي او د گواښ۱۱۵ پیښي ثبتي سوي دي. په افغانستان کي همدارنگه ۷۰ خبریالان بندیان سوي هم دي.

د ملگرو ملتونو سازمان یو وار بیا په نړۍ کي د خبریالانو په وړاندي د بریدونو، گواښونو او نیول کیدو د بندیدو غوښتنه کړې ده.

GP/NZ/AG