1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگرو ملتونو له طالبانو سره د امريکا د تړون ملاتړ وکړ

۱۳۹۸ اسفند ۲۱, چهارشنبه

د ملگرو ملتونو امنيت شورا له طالبانو سره د امريکا متحده ايالاتو د تړون ملاتړ وکړ. دغه تړون چي له مخې یې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، په دې هیواد کې د احتمالي سولي راتلو ته لار هواروي.

https://p.dw.com/p/3ZCKE
UN-Sicherheitsrat in New York
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/L. Muzi

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا ۱۵ غړو هيوادونو د سې شنبې په ورځ په نيويارک کي د امريکا متحده ايالاتو له خوا د وړاندي سوې هغې پريکړې ملاتړ وکړ چي «د جنگ ختمولو او بين الافغاني خبرو د پيل له پاره د مهمو گامونو اخيستلو» هرکلی کوي.

پر دې سربيره په پريکړه ليک کي د افغانستان له حکومت څخه غوښتل سوي دي چي د سولي په پروسه کي فعاله ونډه واخلي.

په افغانستان کي د سولي راتلو په موخه امريکا متحده ايالاتو نژدې دوې اونۍ مخکي تر اوږدو خبرو وروسته له طالبانو سره يوه تړون لاسليک کړ.

د تړون له مخي به امريکايي ځواکونه په ۱۴ مياشتو کي له افغانستان څخه وځي، بين الافغاني خبري به پيليږي او په افغانستان کي به د سولي راتلو ته لاره هواریږي.