1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: ګاونډيان دې د افغانانو پر مخ پولې خلاصې پريږدي

۱۴۰۰ آذر ۱۰, چهارشنبه

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د افغانستان له ګاونډيو هیوادونو څخه وغوښتل چې د افغان پناه غوښتونکو پر مخ خپلې پولې خلاصې پريږدي. دغه سازمان وايي حتی د هغو افغانانو پر مخ هم کوم چې سفري اسناد نه لري.

https://p.dw.com/p/43h6N
Pakistan Afghanistan Flüchtlinge kehren zurück
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمشنرۍ (UNHCR) د چهارشنبې په ورځ دغه غوښتنه داسې يو وخت کې مطرح کړې چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ افراد له هیواده د وتلو هڅې کوي.

رويټرز خبري آژانس له ژنيف څخه د دغه سازمان له قوله ويلي چې د افغانستان ګاونډيو هیوادونو لکه ایران، پاکستان او تاجیکستان په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسيدو راهيسې، د افغانانو اخراج ډير کړی دي.

يو ان اچ سي آر، د اخراجونو د درولو په غوښتنې سره ويلي دي چې افغانان کيدای شي په خپل هیواد کې له آزار او اذیت سره مخ شي چېرته چې پر وینا يې مذهبي او قومي لږکۍ او فعالان په نښه شوي دي.

د مهاجرو په چارو کې دغه نړیوال سازمان په یوې اعلامیه کې له ټولو هغو هیوادونو څخه چې نوي افغان مهاجر ورته ورسيږي، غوښتي دي چې خپلې پولې دې د هغو کسانو پر مخ خلاصې پريږدي چې نړيوال حفاظت ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنیدو سره له دغه هيواد څخه په لسونو زره افغانان بهرنيو هیوادونو ته ووتل. دغه لړۍ لا هم ادامه لري. د امنيتي ستونزو تر څنګ اقتصادي ستونزې بل لامل دی چې افغانان يې مهاجرتونه ته اړ کړي دي.

په دې منځ کې بله ستونزه چې ډيری افغانان ورسره مخ دي هغه د سفري اسنادو يا پاسپورټونو نه لرل دي چې د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې يې د ډيرې تقاضا له امله اخیستل ډير وخت نیسي او احتمال لري چې د مراجعينو د ډيرې ګڼې ګوڼې له کبله اسانه هم نه وي.  يو ان ايچ سی آر دغې موضوع ته هم په اشارې له د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو څخه غوښتي دي چې خپلې پولې حتی د هغو افغانانو پر مخ پرانیستي پريږدي چې اسناد نه لري.