1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«په روان کال کې جګړو تر ۳۵۰ زره زیات افغانان بې ځایه کړي»

۱۳۹۸ آبان ۶, دوشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي دفتر د شمیرو له مخې د روان میلادي کال له جنوري میاشتې راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې د روانې شخړې له کبله تر ۳۵۰ زرو زیات افغانان له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3S3Sl
Afghanistan Herat Flüchtlinge
انځور: DW/S. Tanha

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي دفتر شمیرې ښيې چې په افغانستان کې ۳۵۴ زره ۶۶۴ کسان په روان میلادي کال کې د جګړو له کبله له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي. ویل شوي دي چې دغه کسان د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۱ ولایتونو کې بې ځایه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په همدې موده کې دغه شمیر ۳۱۰ زره تنه وو.

زیاته شوې ده چې تر ټولو زیات کسان په شمال ختیځو سیمو کې بې ځایه شوي دي چې شمیر یې ۱۶۰ زرو ته رسیږي. د هغې په تعقیب په ختیځ کې ۶۸۰۰۰، په شمال کې ۶۰۰۰۰ او په لویدیځ کې بیا۲۹۹۰۰ کسان له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي.

د رپوټ له مخې دغه کسان په داسې حال کې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي چې د طالبانو او داعش د ترهګرو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو جګړه ادامه لري. د افغانستان د شخړې په تړاو د یوه سوله ایزې لارې موندلو له پاره د امریکایانو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو په ترڅ کې جګړې لا پسې زور اخیستی. کارپوهان په دې نظر دي چې دواړو لورو هڅه کړې چې د پوځي بریا له لارې په مذاکراتو کې خپل برلاستوب وښيې. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په سپتمبر میاشت کې دغه مذاکرات ختم اعلان کړل.

خو اوس هم داسې نښې نښانې شته چې ښایي دغه مذاکرات بیا پیل شي. د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د شنبې په ورځ افغانستان ته رسیدلی دی او په پلازمېنه کابل کې یې پر ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سربیر له یو شمیر نورو سیاستوالو سره لیدلي دي.

له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو تر دریدو وروسته دا افغانستان ته د خلیلزاد لومړی سفر دی.

sr/ ms (dpa)

زموږ له آرشیف څخه: