1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: طالبان دې د ښځو حقونه رعایت کړي

۱۴۰۱ تیر ۱۱, شنبه

د م.م. سازمان د بشر حقونو د څانګې مشرې، ميشل باچلیت له طالب چارواکو وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي. تیره ورځ د طالبانو مشر په کابل کې د علماو غونډې ته وويل چې دی به د هيڅ چا فرمایش ونه مني.

https://p.dw.com/p/4DYYY
Russland-Ukraine Krieg | UN-Hochkommissarin für Menschenrechte  Michelle Bachelet
انځور: Martial Trezzini/KEYSTONE/picture alliance

ميشل باچلیت په ژنیف کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا په یوه غونډه کې وويل چې افغان ښځې په داسې یو هیواد کې چې د ۱ اعشاريه ۲ میلیونه نجونو پر مخ ېې ثانوي ښوونځي تړل شوي دي، له لوږې، کورنيو تاوتریخوالو، د سفر او جامو له محدودیتونو او تعلیم ته له لږ لاسرسي سره مخ دي.

هغې وويل که څه چې دغه اندېښنې د ۲۰۲۱ کال د اگست په مياشت پر واک د طالبانو له راتگ مخکي لا هم موجودي وې، خو اصلاحات پر صحيح استقامت روان ول او پرمختگ او هيله موجوده وی: »اما له کوم وخت راهيسي چې طالبان قدرت ته رسیدلې دي، نو ښځې او نجونې د حقونو د لرلو په برخه کې خپلې د لسیزو تر ټولو مهم او چټک شاتګ تجربه کوي.»

میرمن باچلت زیاته کړه که چیرته کوم «فوري بدلون رامنځ ته نشي، د [افغان ښځو او نجونو] راتلونکې به نورو هم تیاره شي.»

نوموړې وويل په مارچ میاشت کې له کابل څخه د کتنې پر مهال طالبانو ورته وويل چې دوی به بشري حقونو ته تر هغه ځايه چې د اسلام په شرعي قانون کې ورته ځای وي درونای کوي.

«ښځې په تدريجي ډول څنډې ته کيږي»

 خو هغې وويل چې ښځې او نجونې په تدريجي توګه له ټولنې څخه څنډې ته کيږي.

 میشل باچلیت له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځيو د بیرته خلاصولو له پاره يو مشخص وخت وټاکي او همدارنګه د ښځو پر سفر او د هغوی پر لباسونو دې لګول شوي بندیزونه لري کړي.

Afghanistan | Taliban Versammlung in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې په همدې ورځ د طالبانو مشر، ملا هبت الله آخوندزاده بیا په کابل کې د علماوو لوېې غونډې ته په وینا کې وويل چې دی به د هيڅ چا فرمايش ونه مني.

هبت الله اخوند زاده: د هيچا فرمايش نه منم

ملا هبت الله: د هيڅ چا غوښتنې نه منو

نوموړي وویل، نړۍ غواړي چې د طالبانو حکومت دې د هغوی په اشارو روان وي او هر ډول غوښتنې دې یې منل کېږي؛ خو زیاته یې کړه چې دی د هيچا غوښتنې نه مني او د ده په ټکو، په شریعت معامله نه کوي.

دا لومړی ځل دی چي اخوندزاده په افغانستان کې يوې ستري غونډي ته وينا کوي. خو هغه غونډې ته په داسې حال کې غږېده، چې تصویر یې نه ښودل کېده او یوازې غږ یې د افغانستان په ملي راډیو او اړوندو خواله رسنیو کې خپرېده.

پر دغې غونډې د ځینو سیاسي شنونکیو او خواله رسنیو کارنو نیوکې او انتقادونه هم خپاره شوي دي.

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې د مرکچي پلاوې ویاندې ناجیه انوري وايي چې په دغې غونډه کې رابلل شوي کسان د طالبانو خپل افراد دي کوم چې د پخواني حکومت پر وخت ېې هم له طالبانو ملاتړ کاوه او اوس هم. هغې ووېل له دغې غونډې څخه د طالبانو هدف دا دی چې نړۍ ته وښيي چې «خلک موږ سره او موږ له خلکو سره یو.»

«په غونډه کې د نارينه و له خوا د ښځو استازیتوب لويه اشتباه ده۷

ناجيه د دویچه ويله پخلاينې خپرونې ته وويل: «متاسفانه په دې کې نه عام خلک شته او نه هم ښځې... په دغې غونډه کې يوه ښځه هم نشته چې د هغې نظر واوریدل شي.»

Afghanistan Kontrollen vor dem Taliban-Treffen in Kabul
په کابل کې د علماو درې ورځنۍ غونډې له پاره امنيتي تدابیرانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

ملاهبت الله آخوندزاده په خپلو خبرو کې د مېرمنو پر حقونو او اړوندو نورو مسایلو ونه غږېد، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له تېرو شاوخوا لسو میاشتو راهیسې د انجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي پاتې دي.

د علماوو غونډه که لویه جرګه؛ وړاندیزونه به یې عملي جنبه ولري؟

خو ناجیه انوري وويل غواړي له آخوندزاده څخه پوښتنه وکړي چې دوی په افغانستان کې څه ډول اسلام غواړي. هغې وويل: «د قرانکريم چې د مسلمانانو کتاب دی په کوم ځای کې ېې راغلي چې ښځې دې تعلیم ونه کړي، کار دې ونه کړي او ښه ژوند دې ونه لري؟»

د طالبانو حکومت ويلي دي چې په دغې غونډه کې د ښځو ګډون ته اړتيا نشته ځکه پر ځای ېې د هغوی نارینه خپلوان استازي توب کوي. خو ناجیه انوري وايي چې دا يوه لويه اشتباه ده: «ولې نارينه د ښځو څخه نمايندګي وکړي، ولې په خپله ښځه د خپل ځان څخه نمایندګي ونه کړي؟»

خو د دغې خپرونې بل میلمه محمد شفیق آخوندزاده چې د علماو د غونډې له ګډونوالو څخه دی وويل چې د دغې غوڼدې ګډونوال د ولس استازي دي: آخوندزاده وويل: «زه خپله یو ملي تجار یم او د تجارانو په نمایندګۍ تاسو سره خبرې کوم.» هغه وويل ښځو ته به د وخت او شرایطو په برابریدو سره د تعلیم او کار حق ورکول کيږي: «د شریعت په چوکات کې چې ښځو ته هر حق ورکړل شوی هغه به ورکول کیږي.»

د زور او په کم عمر کې ودونه

له بلې خوا په افغانستان کې د بشر حقونو ځانګړي راپورورکونکي د زور او په وړکتوب کې پر ودونو او همدارنګه د لباس، سفر او استخدام پر محدودیتونو باندې نیوکه کړې ده.

په ژنيف کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا په داسې حال کې له طالبانو د افغان ښځو او نجونو د حقونو د رعایت غوښتنه کړې چې دې سره هم مهاله یو شمیر معترضو افغان میرمنو يادې شورا ته یو اعتراضي لیک لیږلی دی او په هغه کې ېې له افغان میرمنو سره د نړۍ د غږ د یو کیدو غوښتنه کړې ده.

په دې لیک کې ټینګار سوی چې د افغان معترضو ښځو چې په تیرو لسو میاشتو کې یې د طالبانو له لوري د وضع شویو محدودیتونو پر وړاندې مقاومت او اعتراض کړی، ږغ باید واوریدل سې.

آ./م.ک.ص./ا.ا.