1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ملګري ملتونه: د ځانمرګو بریدونو تلفات لوړ شوي

۱۳۹۷ مهر ۱۶, دوشنبه

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو نهو میاشتو کې په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو د تلفات ډير شوي دي. له بلې خوا د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا استازې زلمی خلیلزاد، دې هیواد ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/3694Z
Selbstmordanschlag in Afghanistan 30.08.2013
انځور: picture-alliance/dpa

ملګرو ملتونو په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې تيرو نهو مياشتو کې ځانمرګو بریدونو ۲۳۴۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د رپوټ په حواله دغه ډول بریدونو د ځمکنۍ جګړې په ګډون د طالبانو تر بل هر جنګي تکتیک ډیر تلفات رامنځ ته کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما، ویلي دي چې د «ملکيانو پر ضد قصدي او بې توپیره بریدونه» د بشري حقونو جدي تر پښو لاندې کول او آن کیدای شي چې جنګي جنایتونه وبلل شي.

د په لاس جوړو شویو انفجاري توکو په اړه د یوناما په دې رپوټ کې راغلي دي: «د دغه ډول بریدونو د نه وړاند وینې وړ حالت، چې ډیر وخت د جګړې له سیمې لیرې او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ترسره کیږي، د دې لامل شوی دی چې عادي افغانان د راتلونکې احتمالي چاودنې په ویره کې ژوند وکړي. دې موضوع  د افغانانو له پاره دعادي ژوند هيلي وراني کړي.»

د په لاس جوړو شویو چاودیدونکو توکو له امله د رامنځ ته شویو نیمايي تلفاتو پړه پر ترهګري ډلي داعش باندي اچول شوې ده. طالبان بیا د ۴۰ سلنه دغه ډول تلفاتو لامل بلل شوي دي. د یوناما په رپوټ کې راغلي دي چې ښايي افغان شعیه مسلمانان د ډیرو بریدونو قصدي هدف ول.

خلیلزاد افغانستان ته ورسید

دغه رپوټ په داسې حال کې خپریږي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد، کابل ته رسیدلی دی چې له افغان مشرانو سره خبري وکړي. هغه په افغانستان کې د اوږدې جگړې (۱۷ کالو راهيسي) د ختمولو په موخه د امریکا متحده ایالاتو استازی ټاکل شوی دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني، یوه ویاند وویل چې خلیلزاد د یکشنبې په ورځ له ولسمشر غني سره لیدلي دي. تمه کیږي چې هغه به د دوشنبې په ورځ په کابل کې له نورو لوړپوړو چارواکو او دیپلوماتانو سره هم وویني.

یوه لوړپوړي دولتي چارواکي ویلي دي چې خلیلزاد به په لسو ورځو کې سعودي عربستان، متحدو عربي اماراتو، پاکستان او قطر ته سفرونه وکړي. د دغه چارواکي په خبره، خلیلزاد به هڅه وکړي چې طالبان د سولې د خبرو اترو میز ته حاضر کړي.

 

زموږ له ارشيف څخه: