1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: تر ۱۰۰ میلیونه ډیر انسانان مهاجر شوي

۱۴۰۱ دی ۸, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ په نړیواله کچه د هغو انسانانو شمیر چې د جنګونو، شخړو، تعقیب او زورول کیدو له امله په تيښته کې دي، په بې ساري ډول لوړ شوی دی. په دې رپوټ کې د افغانستان یادونه هم شوې ده.

https://p.dw.com/p/4LWHC
DW-TV Serbien | Migranten & Kälte
انځور: DW

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیسارۍ رپوټ ورکړی دی چې اوسمهال د جنګونو او شخړو له امله د بې ځایه شوو کسانو شمیر شاوخوا ۱۰۳ میلیونو ته رسیدلی دی. د دغه رپوټ په حواله په دې کې مهاجر، پناه غوښتونکي او داخلي بې ځايه شوي شامل دي.

د ۲۰۲۱م کال د پای وضعیت په پرتله اوس د مهاجرو شمیر ۶، ۱۳ میلیونه لوړ دی چې دا د یوه کال مخکې په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

سعودي ته په پاکستاني پاسپورتونو تللي افغانانو ستونزي

د ملګرو ملتونو سازمان له مهاجرو سره د مرستې ادارې د چهار شنبې په ورځ د المان په بن ښار کې رپوټ ورکړ چې لس کاله مخکې د دومره لوړ رقم تصور نه شو کیدلی. په روان کال کې د دومره چټک زیاتوالي اصلي دلیل پر اوکراین د روسیې یرغل بلل شوی دی.

د دغه رپوټ پر بنسټ، دا کار په افریقایي هیوادونو، افغانستان او نورو سیمو کې د مخ پر ډیریدونکي بیړني وضعیت سره یوځای د دې سبب شوی دی چې د مهاجرو شمیر د ۱۰۰ میلیونو له حد څخه تیری وکړي.

جرمني: اقتصاد د مهاجرت مقرراتو د ساده کولو غوښتنه کوي

د UNO-Flüchtlingshilfe سازمان چې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان یوه متحده المانۍ اتحاديه ده د رپوټ پر بنسټ، تر اوسه پورې یو پر دریمه برخه اوکراینیان بې ځايه او مهاجر شوي دي چې د اوکراین د نفوس نږدې ۸ میلیونه برخه تشکیلوي او د مهاجرو په توګه په اروپایي هیوادونو کې ژوند کوي. همدارنګه تر ۵،۶ میلیونو ډیر نور اوکراینیان بیا په خپل هیواد کې دننه بې ځايه شي دي.

لکه د پخوا په څیر اوس هم په ګاونډیو هیوادونو کې له اوکراین سره د مرستې له پاره ډيره لیوالتیا موجوده ده، همدارنګه په المان کې هم. په المان کې د مهاجرو پر منل کیدو، مسئولیت منلو او د ظرفیت د کمښت په هکله شدید بحثونه وشول.

د مهاجرو له پاره د مرستې سازمان وویل: «اوس چې ژمی شروع شوی دی له اوکراین څخه به نور مهاجر هم تيښتې ته اړ شي، ځکه هلته زیربنا په سیستماتیک ډول بمباریږي، نو له دې امله عاجل ملاتړ ته اړتیا ده».

آژانسونه: ش. ن/ ا.و.ا