1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م. م. د دوو افغان ښځينه فعالانو د درک په هکله معلومات غوښتي

۱۴۰۰ بهمن ۱۵, جمعه

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د دوو ښځينه فعالانو په هکله معلومات ورکړي چې ښایي روانه اوونۍ د طالبانو له خوا نيول شوې وي. په دې سره د ورکو شوو ښځو شمېر څلورو ته رسيږي.

https://p.dw.com/p/46VG4
Afghanistan Kabul Proteste von Frauen gegen Beschränkungen durch Taliban
انځور: ALI KHARA/REUTERS

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ ماموريت يوناما د پنجشنبې په ورځ ويلي چې په کابل کې په روانه اوونۍ کې د دوو ښځينه فعالانو د راپور شوو نيونو په هکله يې »بېړني معلومات« غوښتي دي. په تويتر کې راغلي چې »ملګري ملتونه خپل غږ تکراروي چې ټولې لادرکه شوې ښځينه فعالانې او خپلوان يې بايد خوشې کړل شي.«

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، رينا اميري هم پر طالبانو غږ وکړ چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري.

هغې په تويتر کې ليکلي دي چې »که طالبان له افغان ولس او نړۍ څخه مشروعيت غواړي، دوی بايد د افغانانو په تېره د ښځو بشري حقونو ته درناوی ولري.«

يوناما د هغو دوو ښځينه و فعالانو نومونه په ډاګه نه کړل چې دغه اوونۍ ترې تم شوې دي، خو د بشري حقونو يوه بل فعال د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې زهرا محمدي او مرسل عيار د طالبانو له خوا نيول شوې دي. دغه فعال د هغه د نوم د نه اخيستلو په هيله وويل چې »زهرا د غاښونه ډاکتره ده چې په يوه کلينيک يې کار کاوه. هغه له خپل پلار سره يو ځای نيول شوې ده.«

Afghanistan Kabul | Frauendemonstration
د لادرکه شوو ښځينه فعالانو ټول ټال شمېر اوس څلورو ته رسيږي.انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

دغه فعال دا هم وويل چې عيار د چهارشنبې په ورځ ونيول شوه وروسته له دې چې يوه نارينه همکار ورڅخه پوښتنه کړې وه چې آدرس دې يې ورکړي څو هغه ورته وروسته معاش په لاس ورکړي. »له دې لارې هغه په لومه کښېوته. طالبانو هغه وموندله او ويې نيوله.«

دغه وروستۍ نيونې څه کم يوه مياشت وروسته له هغې صورت نيسي چې دوه نورې ښځينه فعالانې، تمنا زريابي پرياني او پروانا ابراهيم خېل په کابل کې له يوه احتجاج وروسته ورکې شوې وې. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړې کميسارۍ د دغو ښځينه فعالانو او د هغوی د کورنيو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده چې تر اوسه لادرکه دي. طالبانو په خپله نوې واکمنۍ کې د نرمښت ژمنه کړې ده. خو دغه نوي رژيم ښځې له حکومتي دندو ګوښه کړې دي او د نجونو له پاره د ثانوي زدکړو ډېری ښوونځي يې تړلي دي.

ن.ص./ب.ص.(AFP)