1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. ته د پاکستان د نوي استازي ګومارنې ولې نیوکې راپارولي؟

۱۳۹۸ مهر ۹, سه‌شنبه

پاکستان یو پخوانی دیپلومات ملګرو ملتونو ته د نوي استازي په توګه ګومارلی دی خو پر دې پریکړې ډیرې نیوکې شوي دي. د نیوکو لامل په ۲۰۰۲ کال کې د کورني تاوتریخوالي په یوې پیښه کې د دې کس احتمالي ښکیلتیا ده.

https://p.dw.com/p/3QZkg
UN-Flagge
انځور: picture-alliance/Geisler-Fotopress/C. Hardt

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې منیر اکرم، په ملګرو ملتونو کې د دې هیواد د دایمي استازي په توګه ګومارل شوی دی. تر دې مخکې دغه دنده میرمن ملیحه لودهي، پر غاړه لرله.

اکرم له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۰۸ کاله پورې هم په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی وو. خو د ۲۰۰۳ کال په جنوري میاشت کې بیا ملګرو ملتونو له پاکستان څخه غوښتي وو چې د هغه دیپلوماتیک مصئونیت له منځه یوسي ترڅو هغه د کورني تاوتریخوالي په تور محاکمه شي.

Maleeha Lodhi UN Botschafterin für Pakistan
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخوانۍ استازې ملیحه لودهيانځور: UN Photo

د رسنیو د رپوټونو په حواله د ۲۰۰۲ کال د دسمبر میاشتې پر لسمه نیټه یوې ښځې د اکرم کور ته پولیس غوښتي وو او ادعا یې کوله چې د اکرم له خوا وهل شوې ده. دې ښځې پولیسو ته ویلي وو چې دغه پاکستاني دیپلومات یې سر له دیوال سره جنګولی وو او دا چې لاس یې درد کوي او تر دې مخکې هم د اکرم له خوا وهل شوې ده. که دغه دوسیه محکمې ته تللې وای نو د پاکستان له پاره یې له شرمه ډکې دیپلوماتیکې پایلې لرلی شوای.

هغه وخت پاکستان د افغانستان د جګړې په تړاو د امریکا متحده ایالاتو نزدې متحد وو او د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې یې تازه یوه څوکۍ ترلاسه کړې وه. هغه وخت د امنیت په شورا کې پر دې بحث روان وو چې ایا پر عراق د پوځي برید اجازه ورکړل شي او که نه.

اکرم چې هغه وخت یې پوره دیپلوماتیک مصیونیت درلود، هیڅ کله په دې قضیه کې تورن نه شو. خو کله چې هغه د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا د دایمي استازي په توګه کار پیل کړ، نو ورباندې ډیرې نیوکې وشوي. په دې برخه کې ډیری منتقدین ښځې دي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې بینا شاه، پر خپلې تویتر پاڼې باندې لیکلي دي: « «MeToo په دوران کي، دغه ګومارنه پاکستاني نارینه وو او ښځو ته یو بشپړ ناسم پیغام استوي؛ چې د کورني تاوتریخوالي ترسره کول به نه یوازې تاسو له محاکمې بچ کړي بلکه کاري ژوند ته به مو هم تاوان و نه رسوي.»