1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

ملي امنيت: طالبان له ډرون څخه کار اخلي

۱۳۹۹ آذر ۳, دوشنبه

وسله والو طالبانو په وروستيو کې پر افغان امنيتي ځواکونو باندې په ځينو بریدونو کې له کوچنیو ډرون الوتکو څخه کار اخيستی دی. دغه خبره د افغانستان د ملی امنيت د ادارې مشر کړې ده.

https://p.dw.com/p/3liTR
Afghanistan - Taliban Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د افغانستان د ملي امنيت ادارې مشر احمد ضيا سراج، وايي چې وسله وال طالبان د خلکو د تفريح له پاره په جوړو شوو کوچنيو ډرون الوتکو کې چاوديدونکي مواد ځای پر ځای کوي.

سراج په دې اړه وويل: «کومې ډرون الوتکې چې هغوی يې کاروي، په بازار کې خرڅيږي چې معمولا کامره هم لري.» هغه پارلمان ته په خطاب کې وويل چې د افغانستان د ملي امنيت اداره غواړي چې د دغو الوتکو واردات بند کړي.

د رپوټونو پر اساس، طالبانو د اکتوبر مياشت په پای کې په کندز ولایت کې پر يو حکومتي مرکز باندې د يوې ډرون الوتکې په ذريعه بم غورځولی وو.

که څه هم سراج دغه پيښه تائيد نه کړه، خو هغه يادونه وکړه چې طالبانو په کندز او پکتيا کې له ډرون الوتکو څخه کار اخیستلی دی.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.