1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: تیره اوونۍ په تیرو ۱۹ کالونو کې تر ټولو خونړۍ وه

۱۳۹۹ تیر ۲, دوشنبه

د افغانستان د ملي امنيت شورا په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې په تیره يوه اوونۍ کې د امنيتي ځواکونو۲۹۱ غړيي وژل شوي دي. په اعلاميه کې همدا راز ويل شوي دي چې ۱۴۷ ملکيان هم د طالبانو د تاوتريخوالي هدف گرځيدلي.

https://p.dw.com/p/3e8VV
Afghanistan | Selbstmordanschlag in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د ملي امنيت شورا له خوا په خپره شوې اعلاميه کې تیره اوونۍ په تیرو ۱۹ کالونو کې تر ټولو خونړۍ اوونۍ بلل شوې ده.

د ملي امنيت شورا ويلي دي چې طالبانو په تیره اوونۍ کې د هېواد په ۲۳ ولايتونو کې ۴۲۲ «تروريستي فعاليتونه ترسره کړي چې په پايله کې د پوليسو او ملي اردو ۲۹۱ تنه وژل شوي او ۵۵۰ نور یې ټپيان دي.»

دا شميرې چې نن، دوشنبه سهار (د جون ۲۲ نيټه) نشر شوي، ښيي چې د تیرې اوونۍ په اوږدو کې همدا راز ۱۴۸ ملکيانو ته هم د طالبانو په بريدونو مرگ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو په درشل کې ويل کيږي چې طالبانو د تاوتريخوالي د کمولو ژمنه کړې ده.

د ملي امنيت شورا په دې اړه ليکلي: «دې ډلې له ټولو ژمنو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت له خوا د ښه نيت ښوولو په موخه د ترسره شويو فعاليتونو سره سره اوس هم د افغانانو د وينو توېيدنه لا جاري ساتلې، په خپلو ژمنو کې پاته راغلې او هیڅ ښه نيت یې نه دی ښوولی.»

د افغانستان دولت په دې وروستيو کې اعلان کړی وو چې ښايي بين الافغاني خبرې د قطر په پلازمينه دوحه کې ترسره شي خو تر اوسه د دې مذاکراتو نيټه نه ده مخشصه شوې. د ملي امنيت شورا د اعلامیې په يوه برخه کې راغلي دي: «د تاوتريخوالي پر کمولو سربیره د سولې تامينول له ستونزو او ځنډ سره مخ کيږي.»

که څه هم چې طالبانو تر اوسه د ملي امنيت شورا د اعلامیې په اړه کوم غبرگون نه دی ښوولی خو په قطر کې د دغه ډلې د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په دې وروستيو کې د تويتر د يو لړ پېغامونو په ترڅ کې ويلي چې په لوگر، ننگرهار او نورستان ولایتونو کې یې د افغان امنيتي ځواک ۱۴غړي آزاد کړي دي.

نوموړي همدا راز ليکلي دي چې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازې ديبورا ليون په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره د زندانيانو د آزادولو، د بين الافغاني مذاکراتو او د تلفاتو د مخنيوي په اړه خبرې کړي دي.