1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا یعقوب: پاکستان امریکا ته د خپل هوايي حریم اجازه ورکړی

۱۴۰۱ شهریور ۶, یکشنبه

د طالبانو د حکومت سرپرست دفاع وزیر وايي پاکستان امریکايي ډرون الوتکو ته د خپل هوايي حريم څخه د استفادې اجازه ورکړې تر څو افغانستان کې فعالیت ولري. پاکستان په وروستيو کې پر کابل د امریکا په ېوه حمله کې ښکيلتیا رد کړې ده.

https://p.dw.com/p/4G9YQ
Afghanistan | Verteidigungsminister Mullah Mohammad Yaqoob
د طالبانو د حکومت سرپرست دفاع وزير، ملا محمد يعقوبانځور: Ali Khara/REUTERS

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سرپرست دفاع وزير، ملا محمد يعقوب، په کابل کې یوې خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې امريکايي ډرون الوتکې افغانستان ته د پاکستان له لارې داخليږي

ملا یعقوب زیاته کړه: «زموږ د معلوماتو له مخې، ډرون الوتکې د پاکستان له لورې افغانستان ته داخلیږي. دوی د پاکستان هوايي حریم څخه استفاده کوي او موږ له پاکستان څخه غواړو چې خپل هوايي حریم دې زموږ پر ضد نه کاروي.»

رويټرز چې له کابله ېې دغه رپوټ ورکړی وايي چې په دې اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په سملاسي توګه د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

امریکا متحده ایالاتو تېره میاشت وويل چې په کابل کې ېې د ډرون الوتکې په يوه حمله کې د القاعده ډلې مشر، ایمن الظواهري، وواژه. پاکستاني چارواکو په دغې حملې کې خپله ښکيلتيا او يا دا چې په اړه ېې له مخکې معلومات درولودل، رد کړي دي.

طالبان: د الظواهري مړی مو نه دی موندلی

Afghanistan l USA Konflikt l US-Drohne über dem Flughafen Kabul
د کابل په آسمان کې امريکايي ډرون الوتکه، د ۲۰۲۱م کال د اګست ۳۱مه - د آرشيف انځورانځور: Aamir Qureshi/AFP via Getty Images

درې ورځې مخکې د طالبانو وياند، ذبیح الله مجاهد، هم په کابل کې يوې خبري ناسته کې وويل چې لا هم امریکايي بې پيلوټه الوتکې د افغانستان په فضا کې ګرځي او دوی دا تيری بولي. مجاهد ويلي وو چې په دې اړه له امریکايي لوري سره په لوړه کچه بحثونه جریان لري، چې د دغو الوتکو ګرځېدل بند شي.

د ملا یعقوب ننۍ څرګندونې کېدای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ وضعیت لا پسې ترينګلی کړي، هغه هم په داسې يو وخت کې چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت تر منځ د روغې جوړې په مذاکراتو کې منځګړيتوب کوي.

افغانستان دا وخت له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او په تجارتي برخه تر ډیره پاکستان پورې وابسته دی.

طالب چارواکو ويلي دي چې دوی په کابل کې د امریکا بې پيلوټه الوتکې د حملې په اړه تحقیقات کوي او دا چې دوی د ایمن الظواهري مړی نه دی موندلي. ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ويلي وو چې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري مړی یې نه دی موندلی او دا چې په دې هکله لا هم پلټنې روانې دي.