ملارياپه هرو دېرشوثانيوکې يوماشوم وژني
۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۳, پنجشنبهد دغونجونواوهلکانواکثريت حتی د پنځه کلنۍ سن ته نه رسېږي. د افريقاپه بېوزلوهېوادونوکې د ملارياناروغي د ماشومانو د مړينې د ترټولولويو سببونوپه ډله کې شمېرل کېږي.
د هغوماشومانوچې عمر يې ترپنځوکلونولالږدې، د ټولومړينو د تقريباً ٪٢٠ سبب د ملارياناروغي ده. د غوماشوضد وقايوي جالۍ، د ملارياناروغۍ له خپرېدونه په ترټولوښه او اغېزمن ډول مخنيوی کوي.
سربېره پردې چې په ځينوافريقايي هېوادونولکه ملاويا، رواندا، سنيگال، توگو، زمبيااوايتوپياکې د دغه ډول جاليو د وېشلوپه برخه کې لوی پرمختگونه شوي، د افريقا د وچې په جنوب کې تراوسه پورې لاهم صرف ٪ ۴ ماشومان تردغوجاليولاندې بيده کېږي.
د غوماشوضد جالۍ د مړينې کچه ټيټوي
يونيسف غوښتنه کوي چې د لاښې روغتياپالنې او غوماشوضد جاليو د استعمال له لارې دې، د ملاريا د ناروغۍ پرضد مبارزه لازوروره شي. که چېرې د غوماشوضد وقايوي جالۍ د ټولوافريقايي هېوادونوپه ټولوبرخوکې استعمال شي، کېدای شي چې د افريقاپه وچه کې د هغوماشومانوچې عمريې ترپنځوکلونولالږ دی د مړينې کچه، تر ٪ ٢٥ پورې ټيټه شي.