«مصر خپلي مدني ټولني کمزوره کړي دي»
۱۳۹۳ آذر ۳۰, یکشنبهد فريډريش ناومان بنسټ يو آلمانی بنسټ دی چي د نړۍ په بيلو هیوادونو کي فعاليت لري. دغه سياسي سازمان چي د آلمان و آزاد ليبرال FDP ګوند ته نژدې بلل کيږي په مصر کي هم فعاليت لري.
د دغه آلماني بنسټ د قاهرې د څانګې رئيس رېنې کلف وايي چي يوه ورځ د مصر د بهرنيو د چارو د وزارت څخه ورته يو ټليفون راغلی. د نوموړي په وينا په دغه ټليفون کي ورڅخه وغوښتل سول چي خپل سازمان د مصر د مدني ټولنو د نوي قانون له مخي له سره ثبت کړي.
کلف وايي چي دوی ته وويل سول چي د سازمان اوسنی حقوقي هويت يې نه دی څرګند. د نوموړي په وينا صرف دغه يو تليفون د دې باعث سو چي دوی په بشپړه توګه په مصر کي خپل فعاليت تر هغه وخت پوري وځنډوي چي د نوي ثبتېدو موضوع يې نه وي حل سوې. کلف زياتوي: « موږ يو غېر دولتي سازمان يا NGO نه يو. موږ يو آلمانی بنسټ يو. موږ تر اوسه دا فکر کاوه چي د مصر د مدني ټولنو نوی قانون يوازي د مصرۍ ټولنو لپاره دی او نه زموږ لپاره.»
د مدني ټولنو د فعاليت ساحه تنګه کړل سوې ده
خو د فريډريش ناومان بنسټ يوازنی سازمان نه دی چي د مصر د نوي مدني قانون له کبله يې کارونه د خنډ سره مخامخ سوي دي. د هغه وروسته چي ولسمشر عبدالفتح السيسي ګڼ شمېر نوي قوانين رامنځ ته کړل نو په هغوی کي يو هم د مدني ټولنو قانون ؤ.
د دغو ټولو نوو قوانينو په مرسته السيسي وار په وار په مصر کي د مدني ټولنو د فعاليت ساحه راتنګه کړې ده. د مدني ټولنو د نوي قانون له مخي هغه سازمان چي د بهر څخه اقتصادي ملاتړ په داسي توګه تر لاسه کړي چي د مصر د ليوالتياؤ د مجروح کېدو سبب ګرځېدلای سي، نو دغه سازمان به د سزا وړ وګرځي. جسر عبدالرازق د بشري حقونو يوه مصرۍ ټولنه لري.
عبدلرازق په مصر کي د مدني ټولنو د نوي قانون په هکله وايي: «د مدني ټولنو همکاران د ۱۵ کلني بند سره مخامخ کېدلای سي. خو پوښتنه دا ده چي د مصر دولت کله او څنګه يو عمل د خپلو لېوالتياؤ پر ضد تعبيروي؟ پوښتنه دا هم ده چي ايا موږ غواړو چي د خپل ژوند ۱۵کاله په بند کي تېر کړو؟ په دې توګه سره نو اوس وضعه ډېره مشکله سوې ده.»
ډير خلک به بې روزګاره سي
د عبدالرازق په سازمان کي ۷۶ کسان کار کوي چي زياتره يې وکيلان دي. د نوموړي په وينا که پر دوی د خارج څخه مرستي ودريږي نو دغه ټول همکاران به يې بيکاره سي. عبدالرازق وايي چي له سره چي د خپل سازمان د ثبتولو پروسه يې پېل کړې ده، اټکل کوي چي دغه سازمان به نور خپل کار پر مخ نه بوتللای سي. د عبدالرازق سازمان يوازنی مصری سازمان نه دی چي د نوي قانون له کبله يې د همکارانو روزګار د ګواښ سره مخامخ سوی دی.
د فريډريش ناومان آلماني بنسټ د قاهرې د دفتر مشر وايي چي د مصر د بهرنيو چارو وزارت ورته ويلي دي چې نه غواړي د دوی کار محدوده کړي بلکه برعکس بايد چي خپل کار ته دوام ورکړي. د نوموړي په وينا د دغه سازمان د له سره ثبتونې د قضيې و پای ته رسېدلو ته په انتظار دی. خو ګڼ شمېر نورو بهرنيو سازمانونو تر مخه لا د مصر څخه خپل دفترونه ايستلي دي.
په عيني وخت کي د مصر حکومت ويلي چي تر اوسه يې ۴۵۰۰۰ مدني ټولني د نوي قانون له مخي ثبت کړي دي چي پکښي به د ۷ فيصدو فعاليتونه بند کړل سي. دا چي ولي، په دې تړاو د مصر حکومت وضاحت نه دی کړی.