مصريانو د اساسي قانون مسوده تاييد کړه
۱۳۹۲ دی ۲۹, یکشنبهد مصر د ټاکنو کمېسیون مشر نبیل ثالب، اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې د( جنوري پر ۱۶ او ۱۷ نېټه) د ترسره شوې ټولپوښتني د رسمي پايلامې پر اساس ۹۸،۱ سلنه خلکو د پوځ په ملاتړ د جوړ شوي نوي اساسي قانون مسودې ته مثبته رايه ورکړې ده.
په مصر کې د ثبت یا راجستر شوو رايو ورکوونکو ټول شمیر ۵۳،۴ میلیونه دی چې د هغو له جملې څخه ۳۸،۶ سلنه خلکو په دغه ریفراندم کې برخه اخیستې وه.
ثالب، په قاهره کې د یو خبري کنفرانس پر مهال اعلان وکړ چې:«په رایه اچوونه کې له ۲۰،۶ میلیونه ګډونکوونکو څخه ۱۹،۹ ميليونو يې د اساسي قانون د ملاتړ پریکړه کړې ده».
د مصر دولتي ورځپاڼي «الاهرام» د موقت حکومت د مشر عدلي منصور د ویاند په حواله لیکلې دي چې منصور به نن د یکشنبې په ورځ ولس ته وینا وکړي.
د آلمان د خپري آژانس (DPA) په حواله اټکل کیږي چې موقت جمهور رييس منصور به په خپله ننۍ وینا کې د راتلونکو ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو دقیقه نېټه اعلان کړي.
د یادونې وړ ده چې په راپرځول سوي جمهور رييس محمد مرسي پوري مربوط اخوان المسلمین ډلي ټولپوښتنه بایکاټ کړې وه.
د مرسي حکومت په ۲۰۱۲ کال کې اسلامي قانون نافذ کړی وو او په هغه وخت کې ۳۲،۹ سلنه رایه ورکوونکو د دغه اساسي قانون ملاتړ کړی وو. د مرسي تر لېري کیدو وروسته دغه هیواد د بې ثباتۍ ښکار شوی دی چې د زورزیاتيو په مختلفو پيښو کې په سوونو انسانان پکښې وژل شوې دي.
د حالاتو د څارونکو په اند دغه نوی اساسي قانون تر ډیري اندازې سیکولار دی. د نوي اساسي قانون په مسوده کې یو شمېر هغه شخړیزي مادې حذف شوي دي، چې د مرسي د حکومت له خوا وړاندي شوي وې.
سربیره پر دې په دغه نوي اساسي قانون کې ځیني نوري مادې هم ور اضافه شوي دي. د دغه قانون د پلویانو په حواله نوې اساسي قانون د ټولنیزو آزادیو ضمانت کوي.
جان کېري: تر رايه اچوني وروسته اقدامات مهم دی
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېړي، ویلي دي چې یووازي ټاکني د جمهوریت استازیتوب کولای نه شي، بلکي دا مهمه ده چې وروسته تر هغه کوم اقدامات ترسره کیږي:
«په هره اندازه چې په مصر کې د واک د انتقال وخت رانژدې کیږي، امریکا د مصر پر حکومت ټینګار کوي چي په دغه نوي اساسي قانون کې ذکر شوي د خلکو ټولنیزه آزادي او حقونه دي خوندي سي.»
د جان کیري په خبره هغو مصریانو چې د قاهرې د تحریر په میدان کې يې د خپل ژوند په بيه مبارزه کړې وه، دوی دا هر څه د دې له پاره نه وو کړي چې حقونه يي د قدرت د انتقال په بهیر کې ورک او لادرکه شي.