1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان د زده کوونکو د مسمومولو تر شا دي»

۱۳۹۱ خرداد ۱۷, چهارشنبه

د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د جندالله او د دادالله محاذ په نوم دوې ډلې د زده کونکو د مسمومولو له پاره جوړې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د دغه کار له تر سره کولو څخه انکار کړی دئ.

https://p.dw.com/p/158qt
انځور: picture-alliance/dpa

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې په تخار، لوګر، خوست او د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې د ښوونځیو زده کونکو د مسمومولو لړۍ روانه ده. د افغانستان د عامې روغیتا او پوهنې وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست چارواکو د چهارشنبې په ورځ د زده کونکو د مسمومولو عاملین د هېواد دښمنان وبلل.

د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل، په دې اړه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې پېښو کې د طالبانو په لاس جوړې شوې دوې ډلې ښکیلې دي:

«دوی تش په نوم دوې نوې ډلې جوړې کړي دي چې یوه ئې د دادالله محاذ او بله ئې هم د جندالله ډله ده خو دا په اصل کې همدغه طالبان دي.»

مشعل زیاتوي چې دغو دوو ډلو د سیمې د استخباراتي ادارو، په ځانګړې توګه د پاکستان استخباراتي ادارې په اشاره او همکارۍ د افغان زده کووکو د مسمومولو لړۍ پيل کړې ده.

د مشعل په خبره هغه مواد چې د افغان زده کوونکو په مسمومولو کې کارول کیږي له قبایلي سیمې میرانشا، څخه افغانستان ته رااستول کیږي.

هغه وايي چې د مسمومیت له پیښو سره په تړاو ئې یوه پنځلس کسیزه ډله نیولې ده چې مشري ئې د قاري خلیل په نوم یوه وگړي کوله. قاري خلیل د تخار له پاره د طالبانو د ټاکل شوي والي مرستیال دئ.

په همدې خبري غونډه کې د پوهنې وزارت معین صدیق پتمن وویل چې دا پېښې د دې له پاره پلانیږي چې د هیواد دښمنان افغان زده کونکي په ځانګړې توګه ښځینه زده کونکې له زده کړو راوګرځوي. د هغه په خبره دا پېښې د ډار اچونې په موخه رامنځ ته کیږي:

«له نیکه مرغه زه تاسو ته ډاډ درکولای شم چې زموږ ولس اوس په هغه مرحله کې نه دئ چې دوی له چا څخه وډار شي. هره پېښه چې کیږي په سبا ئې تر پخوا زیاتې نجونې او هلکان ښوونځیو ته حاضریږي.»

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل، وویل چې د دوی څېړنو ښودلې ده چې دا پيښې په هوا کې د غاز د خپریدو له امله رامنځ ته شوي دي. اغلې دلیل زیاته کړه چې له دغو پېښو څخه په یوې کې ئې زده کونکې د ککړو اوبو څښلو له امله مسمومې شوې وې. میرمن دلیل وویل چې د هغوی په څیړنو کې د زده کونکو په وینه کې هیڅ ډول زهري مواد نه دي موندل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر اوسه پورې د دغو پېښو پړه پر غاړه نه ده اخیستې او ویلي ئې دي چې که د دغو پېښو عاملین وپیژني نو هغوی ته به سخته سزا ورکړي.

تر دې مخکې یو شمیر کارپوهانو ویلي وو چې کیدای شي په افغانستان کې زده کوونکي هیڅ مسموم شوي نه وي او دا وضعیت یوازې د روحي فشارونو او ډار له کبله رامنځ ته شوی وي.

اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش