د پاکستان اولسمشر پرويز مشرف يوه وروسته له هغه چي د پوځ د مشرۍ څخه يي استعفاوکړه نن بيا د پنځو کالو د پاره د هغه هيواد د مشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه، چي په دې توګه په پاکستان کي د اتو کالو څخه وروسته په رسمي ډول پوځي حکومت يا مارشالا پای ته رسيږي.
https://p.dw.com/p/DKCM
اعلان
د پاکستان ددولت د مشر مشرف څخه د ده سياسي مخالفينو دوې اساسي غوښتني کړي، يو داچي دی د پوځ د مشرتابه څخه استعفا وکړي او بل داچي بايد په دې هيواد کي بايد بېړنی حالت پای ته ورسوي، چي د نومبر د مياشتي راهيسي په پاکستان کي نافذسوی دی.