مسکو: چین حق لري د تایوان په اطرافو کې مانورونه ترسره کړي
۱۴۰۱ مرداد ۱۳, پنجشنبهد کریملین ویاند ديميتري پسکوف دغه خبره په یوه خبري کنفرانس کې د چين پوځي تمریناتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.
هغه خبریالانو ته وويل: «تایوان ته د نانسي پلوسي له سفر سره په سیمه او د تایوان په شاوخوا کې تاوتريخوالی راپارېدلی دی.» د امریکا د کانګریس مشرې، د چین د مخالفتونو سربیره تایوان ته سفر وکړ.
پسکوف په دې هکله زیاته کړه: «دا په بشپړه معنی یو غیر ضروري او د غیر ضروري تحريک سفر وو.»
چين له تایوان څخه د پلوسي تر کتنې یوه ورځ وروسته، پنجشنبې د اګست ۴مه د تایوان په اطرافو کې خپلو پوځي تمریناتو ته زور ورکړ چې په دې لړ کې يو شمیر توغندي توغولي دي. د تایوان دفاع وزارت هم ويلي دي چې چین د تایوان شمالي، جنوبي او شرقي سواحلو ته پر نژدې سيمو ټول ټال ۱۱ ډانګ فنګ ډوله بالستیک توغندي توغولي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د چین او تایوان پر مسئله غبرګون ښودلی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې وضعیت ته په کتو سره چین او امریکا دې د تایوان پر سر خپلمنځي اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.