1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

مسکو د کرملین منتقد ته د خارجي جاسوس په سترګه ګوري

۱۴۰۱ آذر ۵, شنبه

د روسیې د اپوزیسون غړی او د یاکاترین بورګ پخوانی ښاروال، یوګیني رویزمن د روسیې د عدلیې وزارت له خوا د خارجي جاسوس په حیث درجه بندي سو.

https://p.dw.com/p/4K7gP
Russland | Razzia und Festnahmen bei Oppositionsforum in Moskau
انځور: Hannah Wagner/dpa/picture alliance

د رسنیو په حواله پرهغه باندې د اوکراین په جنګ کي د روسیې د پوځ په هکله د غلطو خبرونو د خپرولو تور لګیدلی دی. 
په هغه صورت کي چي سازمانونه، رسنۍ او یا اشخاص په دغه کټګورۍ کي شامل سي، د هغوی مالي مسایل تر مراقبت او کنټرول لاندي راځي. داسې ښکاري چي د دغې طبقه بندۍ هدف د هغوی په مقابل کي بې اعتمادي ډیرول او په روسیه کي يې ورته د کار کولو سختول دي.