1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو: د غله جاتو د انتقال تړون نه اغېزمن کيږي

۱۴۰۱ مرداد ۳, دوشنبه

کريملين د دوشنبې په ورځ وويل چې پر اودیسه بندر بریدونه د مسکو او کيف تر منځ د غله جاتو د صادرولو تړون «نه باید اغیزمن کړي.» روسېې ۹۲ اوکرایني عسکر په جنګي جنایتونو تورن کړل او نن دوشنبه د غنمو نړیواله بېه بیا لوړه شوه.

https://p.dw.com/p/4Ebll
Odesa Hafen
انځور: imago images/unkas_photo

د کریملین ویاند، دیميتري پسکوف، د روسېې له خوا په توغندیو د اودیسه بندر تر ويشتلو دوه ورځې وروسته، د دوشنبې په ورځ (د جولای ۲۵) خبریالانو ته وويل چې اودیسه باندې بریدونه «نباید د انتقالاتو پيل اغیزمن کړي او نشی کیدای داسې يو څه وشي.» په رپوټونو کې ويل شوي چې روسېې د اودیسه بندر پر دوو کروز توغنديو ویشتلی دی. هغه وخت اوکراین ويلي وو چې دوه نور روسي توغندې يې د دافع هوا په ذریعه شند کړي دي.

د مسکو دغه اقدام، د کیف او د هغه د متحدینو سختې نیوکې راوپارولې، خو مسکو وايي چې دوی په اودیسه کې پوځي اهداف په نښه کړي دي.

خو د کریملین وياند وویل چې په دغو توغندویزو بریدونو کې په «مشخصه توګه» پوځي زیربناوې په نښه کړل شوي چې د «غله جاتو د صادرولو اړوند تړون سره ارتباط نه لري.»

د استانبول تړون او پر روسیه شکونه

روسې او اوکراین د جمعې په ورځ (د جولای ۲۲) په استانبول کې د ملګرو ملتونو او ترکېې په منځګړيتوب یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې ېې په اوکراین کې د جګړې له کبله بند پاته په ميلیونونو ټنه غله جات د تورې بحیرې بندرونو څخه نړیوال مارکيټونو ته انتقالیږي. روسېې د همدغه تړون په سبا اودیسه بندر په توغنديو وويشت. اودیسه هم د هغو بندرونو څخه دی چې د تړون له مخې به غله ورڅخه صادریږي.

د اوکرین په ګډون د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي اتحادېې، امریکا متحده ایالاتو، آلمان، بریتانیا او ايټالیا د مسکو دغه اقدام وغانده. امريکا بیا ويلي دي چې دغو بریدونو ورته پر روسېه د تړون د عملی کولو په تړاو «شدید شک» پيدا کړی.

د دغو غبرګونو په ادامې، پرون د روسېې د بهرنيو چارو وزارت هم وويل چې پر اودیسه بندر بریدونه د استانبول تړون سره تړاو نه لري. د دغه وزارت ویاندې وويل په دغو بریدونو کې پوځي اهداف په نښه شوي او ادعا ېې وکړه چې په ترڅ کې ېې د اوکرايني ځواکونو د ګزمې يوه کښتۍ ډوبه شوې ده.

د غنمو بیه لوړه شوه

له بل لورې د دوشنبې په ورځ د غله جاتو د انتقال د ناڅرګند وضعیت له کبله، د غنمو جهاني بیه لوړه شوه. دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ په استانبول کې د تړون د لاسلیک کولو په ورځ د غنمو بېې ډيره راولویده. هغه مهال سوداګرو وړاندوينه وکړه چې له دغه تړون سره به د میلیونو خلکو له پاره چې له قحطۍ سره مخ دي د خوراکي موادو اکمالات آسانه شي. 

خو اوکراین د دوشنبې په ورځ ډاډ ورکړ چې د تورې بحیرې له بندرونو څخه د غله جاتو د صادرولو له پاره هڅې ادامه لري، خو دا ېې هم ویلي دي چې د شنبې ورځې بریدونو د انتقالاتو په اړه ویره رامنځ ته کړې ده. اوکراین تمه لري چې د خپلو غله جاتو له صادراتو څخه لس میليارډه ډالر په لاس راوړي.

د استانبول تړون له مخې ملګري ملتونه او ترکیه به له اوکراین څخه نړیوال بازارونو ته د غله جاتو د انتقال نظارت کوي. د جمعې په ورځ ټولې خواوو پر دې توافق وکړ چې د انتقالاتو پر بهیر به بریدونه نه کوي.

د اوکراین د ولسمشر اقتصادي سلاکار، اُولیه اوستینکو وويل چې اوکراین به وشي کړی په راتلونکو نهو میاشتو کې ۶۰ میلیونه ټنه غله صادره کړي. په دغو غلجاتو کې شل ميلیونه ټنه ېې مخکېنې او پاتې نور ېې نوي محصولات دي. خو هغه وويل که چیرته د انتقالاتو په بهیر کې خنډونه رامنځ ته کيږي، په هغه صورت کې به دغه انتقالات تر ۲۴ میاشتو پورې وخت ونیسي.

د اوکراين جنګ او جنګي جنایتونو 

مسکو د اوکراین د وسله وال پوځ ۹۲ غړي پر بشري جنایتونو تورن کړي دي. د روسېې د تحقيقاتي کمېټې مشر، الکساندر باستریکن ويلي دي چې په دې اړه ېې د تحقیقاتو د ترسره کولو په خاطر یو نړیوال وړاندېز کړی دی.

د مسکو له خوا دغه اعلان داسې وخت کیږي چې د امریکا متحده ايالاتو په ګډون له ۴۰ ډيرو هیوادونو د جولای په ۱۴مه په اوکراین کې د مشکوکو جنګي جرایمو په هکله د تحقیقاتو په ترسره کولو توافق وکړ. البته تر ډيرې د هغو اقداماتو په اړه چې ادعا کیږي د روسي عسکرو او د هغوی نیابتي ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.

په ختيځ کې د جګړې ادامه

په اوکراين کې جګړه خپلې شپږمې میاشتې ته داخله شوې، او د دغه هیواد له ځینو برخو څخه د جګړې تازه رپوټونه ورکړل شوي دي.

د اوکراین پوځ وايي چې روسي قواوو تیره ټوله شپه د اوکراین په ختځ کې پراخې ګولۍ ويشتلي دي. پوځ زیاته کړې چې مسکو د دونباس په صنعتي سيمه کې پر باهموت ښار حملې ته تیاری نیسی. په خبره ېې د باهموت تصرف يو د مسکو له هدفونو څخه دی.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر ويلي دي چې د خارکيف سيمي په چوهوئیف ښار کې يو تن ټپي شوی او درې نور د يوه کلتوري مرکز تر کنډوالو لاندې شوي دي. د اوکراین ولسمشر زيلنسکې د اوونۍ په پای کې والستريت ژورنال ته د اوربند په اړه ويلي وو چې د لاسه ورکړل شوو سیمو د بیرته اخیستلو پرته به اوربند ونشي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.