1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

مسکو وايي باخموت يې نيولی، کیف وايي زموږ په محاصره کې دی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

د روسيې دفاع وزارت ادعا کړې چې د واګنر ملیشو د روسي ځواکونو په ملاتړ د اوکراين باخموت ښار نیولی دی. د اوکراین ولسمشر، دغه ادعا رد کړې او بایدن په جاپان کې په جي۷ غونډه کې کيف سره د امریکا د نوو مرستو اعلان وکړ.

https://p.dw.com/p/4Rd9Y
Ukraine | Krieg | Söldnergruppe Wagner | Jewgeni Prigoschin
انځور: Concord/Handout/REUTERS

زيلنسکي د یکشنبې يا اتوار په ورځ د روسيې د دفاع وزارت له خوا د باخموت د نیولو تر ادعا څو ساعته وروسته وويل چې «باخموت یوازې زموږ په زړونو کې دی.»

د اوکراین ولسمشر، چې د جاپان په هيروشیما کې ېې په جي۷ غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایدن سره خبرې کولې، وويل چې روسيې «هرڅه» له منځه وړي دي. هغه وویل: «تاسو باید پوه شئ چې هلته نور هيڅ هم نه دي پاتي.» زیلنسکي زیاته کړه: «نن ورځ باخموت صرف زموږ په زړونو کې دی، هلته نور هيڅ هم نشته.»

د واګنر مشر: د روسيې بيروکراسۍ سره هم وجنګيدو

د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، د روسيې دفاع وزارت پر تیلګرام چینل باندې د باخموت د نيولو په هکله اعلاميه، د واګنر خصوصي پوځي شرکت د مشر، ييفګيني پريګوژین، د ورته اعلامېې تر خپرېدو اته ساعته وروسته خپره شوې ده.

ورته نور ولولئ: کیف: روسیه په بخموت کې د ورځې ۵۰۰ عسکر له لاسه ورکوي

د واګنر مشر په یوه خپره شوې ويډيو کې وايي: «موږ نه یوازې په باخموت کې له اوکرایني عسکرو سره وجنګيدو، بلکې د روسيې له بيروکراسي [په اصطلاح کاغذپراني] سره هم وجنګیدو کوم چې د ارابو مخې ته شګي شيندي.»

پريګوژین په یوه ويډيو کې چې مخکې پر ټيلګرام خپره شوې، وايي چې باخموت د شنبې يا خالي ورځې په ماسپښين په بشپړه توګه د روسي ځواکونو په کنټرول کې راغی. هغه په داسې حال کې چې له يو شمير عسکرو سره غږیږي او له شا د چاودنو غږونه هم اورېدل کيږي، دغه خبري کوي.

د امریکا ولسمشر، جو بایدن او د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکي په جاپان کې د جي۷ په غونډه کې - يکشنبه د ۲۰۲۳م کال د می ۲۱مه
د امریکا ولسمشر، جو بایدن او د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکي په جاپان کې د جي۷ په غونډه کې - يکشنبه د ۲۰۲۳م کال د می ۲۱مهانځور: Susan Walsh/AP/picture alliance

د اوکراین دفاع وزارت څه وايي؟

بلخوا د اوکراین مرستیالې دفاع وزیرې، ګانا مالیار، د یکشنبې په ورځ وويل چې اوکرايني ځواکونو باخموت ښار په نیمه محاصره کې راوستلی چې دا کار به په باخموت کې د روسي عسکرو حضور «ډير سخت» کړي. هغې ويلي چې د باخموت ځينې سيمې اوس هم د دوی د ځواکونو په کنټرول کې دي او په ځينو کلیو کې پرمختګونه هم لري.

باخموت باندې اته میاشتنۍ جګړه، کېدای شي په اوکراین کې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ تر ټولو اوږده او خونړۍ جګړه وي. لا تر اوسه په دقیقه توګه روښانه نه ده چې په دغه جګړه کې تر ټولو لوړه بیه کوم لوري پرې کړې ده. رپوټ وايي که څه هم مسکو او کیف د باخموت په جګړه کې خپل تلفات نه دي په ډاګه کړي، خو باور پر دې دی چې دواړه لورو په زرونو تلفات ورکړي وي.

ورته نور ولولئ: د باخموت ښار جګړه به څوک وګټي؟

 اوکراین سره د امریکا د نوو مرستو اعلان

مسکو د اوکراین د دغه شرقي ښار د نیولو ادعا په داسې وخت کې کوي چې د امریکا ولسمشر، جو بایدن، هلته په جاپان کې د جي۷ په غونډه کې اوکراین سره د ۳۷۵ میليون ډالرو په ارزښت د نوو مرستو اعلان وکړ. ويل شوي چې په دغو مرستو کې مهمات، د توپونو ګولۍ او وسایط شامل دي.

زيلنسکي تر دغه اعلان وروسته پر ټويټر له بايدن څخه مننه کړې: «زه له هغه څخه (د امریکا متحده ایالاتو) له لوري اوکراین سره د مهمې مالي مرستې څخه مننه کوم.»

باخموت باندې اته میاشتنۍ جګړه، کېدای شي په اوکراین کې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ تر ټولو اوږده او خونړۍ جګړه وي - په انځور کې اوکرايني عسکر لیدل کيږي
باخموت باندې اته میاشتنۍ جګړه، کېدای شي په اوکراین کې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ تر ټولو اوږده او خونړۍ جګړه وي - په انځور کې اوکرايني عسکر لیدل کيږيانځور: Diego Herrera Carcedo/AA/picture alliance

غربي شنونکي د باخموت نیول مهم نه بولي

خو په لويديځ کې جنګي شنونکي وايي چې د باخموت نیول د روسيې له پاره نه له تکتيکي او نه هم له عملياتي لحاظه مهم دي. د جګړې د مطالعاتو انستيتوت چې مقر ېې په واشنګټن کې دی، وايي: «د دغو سیمو نیول روسي ځواکونو سره په نورو تهاجمي عملیاتو کې مرسته نه شي کولی او نه هم د اوکراین د احتمالي ځوابي حملو څخه په دفاع کې» ګټه رسولی شي.

رپوټ وايي د باخموت د نیولو با وجود، په دونيڅک سیمه کې د روسي عسکرو درنې جګړې پای ته نه رسیږي، ځکه دغه ځواکونه د دغې سېمې د پاتې هغو برخو د نیولو له پاره چې د اوکراين په کنټرول کې دي، درنې جګړې په مخ کې لري.

ورته نور ولولئ: اوکراین وايي د روسي کينژال توغندي او ډرون ېې راغورځولي

خو د روسيې دفاع وزير، سيرګي شیوګيو، ویلي دي چې د باخموت نیول روسي ځواکونو ته د دې فرصت په لاس ورکوي چې په دونيڅک سیمه کې خپلو تهاجمي حملو ته زور ورکړي. دونيڅک د اوکراین د هغو څلورو سیمو څخه یوه ده چې مسکو په تېر سپتمبر کې په غیرقانوني توګه په خپله خاوره کې الحاق اعلان کړه.  

دونيڅک او په ګاونډ کې ېې لوهانسک ایالت چې دونباس سیمه يې تشکیل کړې، د اوکراین یوه مهمه صنعتي سیمه ده چې په ۲۰۱۴م کال کې روسي بیلتون غوښتونکو په کې پاڅون پیل کړ.

(AFP/AP/Reuters)mks/mns

په اوکراین کې د جګړې پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (17.12.2022):