1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو: جرمني او پولنډ د نورو تیلو فرمایش ورکړی

۱۴۰۱ آذر ۲۹, سه‌شنبه

د مسکو د معلوماتو پراساس جرمني او پولنډ په راتلونکي نوي عیسوي کال کي هم روسیې ته د پايپلاین له لاري د نورو تیلو فرمایش ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4LELJ
Ölpipeline in Suspa
انځور: AP

د پایپلاین د دولتي شرکت رئیس، نیکولای توکاریچ نن سه شنبه روسي ټلویزون ته ویلي دي: «هغوی ویلي وه، چي د ۲۰۲۳م کال له اولي نېټې څخه نور د روسیې څخه تیل نه اخلي، خو موږ د پولنډ څخه فرماش په لاس راوړی دی، چي موږ ته په راتلونکي کال کي درې ميلیونه ټنه او د همدغه ډسمبر له پاره ۳۶۰۰۰۰ ټنه تیل راکړی». په خبره یې جرمني هم د راتلونکي کال اولي ربع له پاره د تیلو فرمایش راکړی دی.

خو د توکاریچ د دغو ادعاوو پخاطر د برلین او وارسا څخه تراوسه پوري رسمي تایید موجود نه دی. پخوانی شوروي اتحاد او بیا وروسته روسیه د ۱۹۶۳م کال راهیسي د «دروږبا» پایپلاین له لاري اومه تیل لیږي. خو اروپا اتحادیې پر اوکراین باندي د روسیې د تهاجمي جنګ په دلیل د ډسمبر میاشتي د سر څخه د روسيې پر تیلو باندي تعزیرات وضع کړل. د تیلو دغه ممانعت د جنورۍ میاشتي له اولي نېټې څخه اعتبار لري.