1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو: امریکا د سوریي تېلو ته لاس اوږد کړی

۱۳۹۸ آبان ۵, یکشنبه

روسیه د امریکا متحده ایالاتو له خوا د داعش له منګولو څخه د سوریي د نفت لرونکو ساحو د حفاظت انګیزې ته د شک په سترګه ګوري. د روسیي د دفاع وزارت ویلي چې د امریکایي ځواکونو له خوا په پراخه پيمانه د تیلو غلا ثابتیدلی شي.

https://p.dw.com/p/3S17P
Syrien Ölfelder
انځور: AFP/D. Souleiman

په مسکو کې ډګر جنرال کوناشنکوو ویلي دي چې د تیلو استخراج صورت نيسي، هغه بسته بندي کيږي او له سوريې څخه د باندې لیږدول کیږي. د هغه په وینا د سټلایټ په وسیله اخیستل شوي انځورونه د سوریي د دولتي مالکیت پر قاچاق دلالت کوي.

له دې سره د روسیي د دفاع وزارت د واشنګټن هغه ادعا رده کړې ده چې د امریکایي ځواکونو له خوا د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې او نورو بی ثباته کونکو ډلو په مقابل کې د نفتو د استخراج د سرچينو ساتنه کیږي.

مسکو د یوې اوږدې مودې راهیسې له سوریي څخه په بشپړ ډول د امریکایي ځواکونو د ایستلو غوښتنه کوي.

د روسیي د دفاع وزارت استدلال کوي چې امریکا نه هم د بین المللي قوانینو او نه هم پخپله د امریکا متحده ایالاتو د قانون په اساس په سوریی کې د خپل نظامي حضور د زیاتولو حق لري. زیاته شوې ده چې د دې ترڅنګ پنتاګون نه شي کولی له دې سره په سیمه کې د خپلو امنیتي اندیښنو پلانونه توجیه کړي.

Syrien Manbidsch US-Truppen
امریکایي ځواکونه په سوریي کېانځور: picture-alliance/AP Photo/H. Malla

کونا شنکوو، امریکا د سوریي د دولتي ملکیت پر چورولو تورنه کړه. هغه وویل چې د تیلو سرچينې د وسلو په زور اشغال شوي دي. دا نه هم د امریکا له قانون او نه هم له نړیوالو معيارونو سره مطابقت لري، چې د سوریي خلک دې د دوی له طبیعي منابعو څخه محروم کړای شي.

نوموړي زیاته کړه چې د روسيي د فضایي سپوږمکیو په وسیله اخیستل شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې څنګه تیل د امریکایي عسکرو تر شدید نظارت لاندې په ټانکرونو کې کوم بهرني هیواد ته لیږدول کیږي. د دې ترڅنګ په دغه ماموریت کې کیدای شي له شخصي امنیتي ځواکونو څخه هم استفاده شوې وي.

سربیره پر دې دغه جنرال دې ته هم اشاره کوي چې په سوریي کې د نفتو تقاضا زیاتیدل د نورو ترڅنګ پخپله د امریکا له خوا د دغه هیواد پر وړاندې د بندیزونو نتیجه ده. د روسیي د دفاع وزارت د محاسبې پر بنسټ د تیلو غیر قانوني تجارت له پلوه هره میاشت تر ۳۰ میلیونو ډالرو پورې ګټه ترلاسه کیږي. کونا شنکوو وایي چې پنټاګون کولی شي له داسې یو ګټور تجارت څخه چې بې د دولت له مالیي او کنترول څخه ترسره کیږي د تل له پاره سوء استفاده وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر مایک اسپر، د سوریي په ختیځ کې د تیلو د استخراج د ساحو د حفاظت له پاره اضافي ځواکونه او زغره وال موټر استولي دي. د سوریي د حکومت او امریکایي رسنیو په حواله دا اقدام په اصطلاح د«بې ثباته کونکو لوبغاړو» سره د مقابلې په خاطر ترسره شوی دی.

rb/jj (afp, dpa, rtr)/ns/sn