مسلمانې میندې به تر ټولو زيات ماشومان وزیږوي
اوسمهال په ټوله نړۍ کې مسیحي میندې تر ټولو ډیر ماشومان زیږوي. خو یوې امریکايي څیړنیزې ادارې «پیو» په خپله یوه تازه څیړنه کې ویلي دي چې په راتلونکو دوو لسیزو کې به مسلمانې میرمنې ډیر بچیان وزیږوي.
مسیحي مورګانې په دویم مقام کې
د امریکايي «پيو» څیړنیز مرکز په حواله، د مسیحیانو د نفوس د کمښت یو دلیل دا دی چې د اروپا په ځینو هیوادونو کې د مرګ د کچې په پرتله د نویو زیږیدونکو ماشومانو شمیر کم دی. د دې خبرې یوه بیلګه د آلمان هیواد دی.
د مسلمانانو د نفوس ډیروالی
د «پیو» د څیړنیز مرکز په رپوټ کې همدا راز راغلي دي چې که چیرته د نړۍ په کچه د نفوس دغه بدلون همدا راز ادامه ولري، نو د روانې پیړۍ تر پایه پورې به له مسیحیانو د مسلمانانو شمیر لوړ شي.
د مسلمانانو او مسیحيانو د نویو زیږیدونکو ماشومانو ترمنځ فرق
د «پیو» څیړنیز مرکز شمیرې همدا راز ښيي چې د ۲۰۵۵ او ۲۰۶۰م کلونو په اوږدو کې د مسیحیانو او مسلمانانو د نویو زیږیدونکو ماشومانو په شمیر کې به ۶۰ لکه فرق ولیدل شي. د دې څیړنې په حواله، په ۲۰۶۰م کال کې به د نړۍ د مسلمانانو نفوس د ټولې نړۍ د نفوس ۳۱ سلنه او مسیحیان به ۳۲ سلنه تشکیل کړي.
تر ټولو ستر مذهبي جوړښت
د «پیو» څیړنیز مرکز د ۲۰۱۵م کال په خپله څیړنه کې ویلي وو چې په راتلونکو لسیزو کې به د مسلمانانو نفوس په چټکی سره ډیر شي او په دې توګه به د ټولې نړۍ ترټولو ستر مذهبي جوړښت وګرځي.
تر ټولو ډیر ماشومان
د ۲۰۱۰م کال نه تر ۲۰۱۵م کال پورې په ټوله نړۍ کې د نویو زیږول شوو ماشومانو له جملې څخه ۳۱ سلنه یې په مسلمانو کورنیو کې دنیا ته راغلي دي. دوه کاله مخکې د همدې ادارې په یوه رپوټ کې راغلي وو چې تر ۲۰۵۰م کال پورې به د مسلمانانو او مسیحیانو نفوس سره برابر شي.
د نړۍ نور مذهبونه د نفوس په کتار کې وروسته دي
د هندوانو او یهودانو په ګډون د نورو مذهبونو د لارویانو نفوس به که څه هم تر ۲۰۶۰م کال پورې لوړ شي خو د نړۍ په کچه په چټکۍ سره د ډیریدونکي نورو مذهبو د نفوس ډیره کمه برخه به تشکیل کړي.