مريخ په یوې نوي الې سره څیړل کیږي
۱۳۹۷ آذر ۵, دوشنبهد ساینس پوهانو په عقیده په هره اندازه چي د مریخ په باب ډیر معلومات تر لاسه کیږي، په هغه اندازه ورسره د مځکي په باب معلومات هم ډیریږي. د اِنسایټ- InSight ماموریت د تحقیقاتي پروژې مرستیالي سوزانه سمریکار وویل،:«موږ نه پوهیږو، چي څه شي به موږ پیدا کړو. ځکه نو موږ د هغه نتایجو ته ډیر په هیجان سره انتظار کوو».
داچي ولي د سپوږمۍ په باب چي مځکي ته هم ډیره نژدې ده، ډیر تحقیقات نه کیږي او داډول ماموریتونه نه پکښي اجرأ کیږي، سوزانه سمریکار وویل:«دا په دې خاطر چي موږ مریخ ته یوواري تللي یو او د بریالیتوب چانس مو ډیر دی.»
که څه هم سپوږمۍ ته په ۱۹۶۰او۷۰ مو کلونو کي انسانان ختلي او بیرته روغ راغلي هم دي، خو دغه ټوله ماموریتونه د ساړه جنگ پر وخت او د رقابت پر بنأ تر سره سوي دي او تر هغه وروسته بیا هلته کوم ماموریت نه دی سوی.
مریخ ته د اپولو- سپوږمکۍ د لیږلو پرته به نن ورځ ساینس پوهان پردې باندي نه وای کامیابه سوي، چي د اِنسایټ- InSight سپوږمکۍ هلته ولیږي. خو ټولو او تر ټولو دمخه د ناسا ساینس پوهانو دا پوښتنه کوله، چي زموږ کُرې ته نژدې سیاره(مریخ)څه ډول معلومیږي او هلته په مځکه کي زموږ د ژوند په مقایسه حالت څه ډول دی؟ دقیقأ همدا د ساینس پوهانو کنجکاوي نوره هم راپاروي، چي هلته ولاړ سي. ځکه په خبره یې «په هره اندازه چي د مریخ په باب معلومات ډیریږي، په هغه اندازه موږ د خپلي مځکي په اړه ډیر پوهيږو.»
مریخ ولي دومره ډیر سور دی؟
که څه هم اوس ساینس پوهان د شمسي نظام په اړه ډیر معلومات لري، خو د سیارو د رامنځته کیدو په باب بیا ډیر لږ پوهیږي. ساینس پوهه سوزانه سمریکار بیا وايي، «موږ فکر کوو، چي حرارات هغه وخت رامنځته کيږي، کله چي په شمسي نظام کي د جاذبه قوې د ټکر په نتیجه کي گازات او ذرات رامنځته او له هغه څخه بیا سیاره جوړه سي. دا دومره ډیر حرارت او گرمي وي، چي سیاره ویلي کوي. خو وروسته بیا سیاره ډیر ژر بیرته یخیږي او کریستالونه جوړوي».
د سیارې پرمخ درانه مواد کښته کیږي او سیاره یو پوښ جوړوي. اوسپنه او نیکل کښته او سپک مواد پورته راځي. ټوله هغه خاوریني سیارې لکه مځکه او مریخ همدغه ډول خصوصیت لري. خو دهغوی هري یوې قشر، پوښ او داخل بیا متفاوت کیمیاي ترکیبات سره لري. او د اِنسایټ- InSight اوسنئ ماموریت، دقیقأ غواړي چي همدا په مریخ کي وڅيړي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(27.07.2018 )