مرسته بنسټ له بې وزلو سره مرسته کوي
یوولس کندهاري ځوانان سره یو ځای شوی دي او یو لوی کار یې پیل کړی دی. هغوی غواړی د خپل ولایت له بې وزلو سره مرسته وکړي او ورته د کار زمینه برابره کړي.
کندهار په تیرو کلونو کې د افغانستان له ناامنو ولایتونو څخه باتې شوی دی د مرستې بنسټ غړي وایي چې له همدې کبله په دې ولایت کې د داسې کسانو شمیر چې مرستو ته اړتیا لري لوړ دی.
د مرسته بنياد وياند او غړی سردارمحمد صالحي وایي چې ده او ملګرو یې په خپل ښار کې دغه بې وزلې ولیده او پریکړه یې وکړه چې په کار لاس پورې کړي.
کندهار دغو يولسو ځوانانو د انګيزې د ورپيدا کيدو وروسته په عمل لاس پوري کړ او په ۱۳۹۰م کال يې د مرسته بنياد بنسټ کښېښود.
د مرسته بنسټ غړي وایي چې ژمنه یې کړې چې مرستط یې مقطه يې او لنډ مهاله نه وي بلکې له بې وزلو سره اوږدمهاله مرستې وکړي.
د کندهاري ځوانانو د مرسته بنياد له خوا و هغو مېرمنو ته چي په کور کي نارينه ګټونکی نه لري، د بېلګي په توګه د جامې ګڼدلو د څرخونو مرستي کيږي.
د نجيب په نوم يو ځوان له هغو کسانو څخه دی چي د مرسته بنياد څخه يې مرستي تر لاسه کړي دي. هغه وايي چي د مرسته بنياد مرستو يې ژوند بدل کړی دی.
د مرسته بنسټ غړي وایي چي د بنياد له جوړېدو راهيسي دغه يولس غړي ځوانان هره مياشت خپل حق العضويت ورکوي چي د نورو ولسي خلکو او تجارانو د مرستو سره يوځای د بنياد په مرستندويه کارونو کي په مصرفيږي.
د مرسته بنياد کندهاري ځوانانو په خپل کار او لاسته راوړنو سره نه يوازي د زياتو اړو او بې وزلو خلکو سره مرستي کړي، بلکي د ډيرو خلکو په زړونو کي يې د مرستي احساس راژوندی کړی دی.
د مرسته بنياد ځوانان او مرستندويان يې نه يوازي دا چي د مرسته تر لاسه کوونکو بلکي د کندهار د ډېرو نورو خلکو په سترګو کي اتلان دي.