1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مذهبي ډيالوګ د ټولني د تجزيې مخنيوی کوي

۱۳۹۹ آبان ۲۸, چهارشنبه

د جرمني حکومت د ادغام استازې په نظر د اديانو ترمنځ ډيالوګ د ټولني د تجزيې د مخنيوي تر ټولو ښه وسيله ده. د هغې په خبره ډيالوګ د هغو ايډيالوژيو مخنيوی کوي، چي اديان ورڅخه د جامعې د تجزيې په خاطر استفاده کوي.

https://p.dw.com/p/3lV2T
Germany | Berlin | Annette Widmann-Mauz | Beauftragte der Bundesregierung für Migration, Flüchtlinge und Integration
انځور: picture alliance/dpa/A. Hosbas

د جرمني د حکومت د ادغام استازې، انيته ويدمن-مانوڅ پرون سه شنبه (د نومبر ۱۷ مه) وويل چي د اديانو د نمايندګانو ترمنځ ارتباطاتو په اثبات رسولې ده چي «موږ ترهغه ډير سره متحد يوو.» ويدمن-مانوڅ دغه خبري د اديانو ترمنځ د ډيالوګ د يوه کنفرانس دايريدو پر وخت وکړې. دغه کنفرانس ته د جرمني د حکومت د ادغام نمايندې تر څنګ پخپله په مونشن کي د عيسوي، اويګن بيسر بنسټ له خوا هم سازمان ورکول سوي و.

دغي سياستمداري خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او ويې ويل: «د اديانو ترمنځ ډيالوګ انسانان سره نژدې کوي او د مخکي له مخکي قضاوتونو مخنيوی کوي. د جامعې يو لوي اکثريت مذهبي دي او هغه هم د ډيرو جهتونو په حساب. په هره اندازه چي معتقدين يو له بل سره په اصطلاح ښه په ژبه سره پوه سي، په هغه اندازه دا د جامعې له پاره هم ښه دي.»

خو له دې سره بيا د جرمني د حکومت له پاره د اسلامي شورأ د رئيس او د مسلمانانو د هماهنګۍ شورأ وياند، برهان کسيجي مخالفت ښوولی دی. هغه وايي، چي د اديانو تر منځ ډيالوګ د جامعې د تجزيې مخنيوی نه کوي او په دې وسيلې سره موږ هغو کسانو ته چي مشکل جوړونکي دي، نه رسيږو.»

کسيجي په تيرو کلونو کي د افکارو تبادله تائيدوي، د کوم پراساس چي يو مثبت تغير يې رامنځته کړ. په خبره يې په اول سر کي ما دا تجربه حاصله کړه، چي د خپلو مشخصو هغو دريځونو په سبب مي بايد ځان توجيه کړی وای چي حتي ځيني مي نه پيژندله. خو نن ورځ ډيالوګ په مساوي سطح تر سره کيږي او اکثره اجتماعي مسايلو ته وقف سوي وي، نسبت الاهياتو او مذهبي مسايلو ته.

د اوکسبورګ د کاتوليکي کليسا اسقف، بيرترام مايير د افکارو تبادله دوه چلنج بولي. هغه د دې سبب کيږي چي يو له بل سره ښه وپيژنو، يو د بل په خبره سره پوه سو او داچي سړی د خپل موقف په باب له سره فکر وکړي.

د هامبورګ د پروتستانت کليسا اسقفي، کيرستين فيهرس بيا ټينګار وکړ او ويې ويل چي خبره د اديانو تر منځ په ډيالوګ کي پردې باندي نه ده چي نور د خپلي عقيدې څخه متيقينه کړو، بلکي ډيالوګ تر ډيره حده پوري هغه وخت ادامه پيداکولای سي، چي «سړی د مخالفي عقيدې درلودنکو کسانو سره دوست سي.» په خبره يې د ټولو مشترک اساس بايد دا وي چي انساني کرامت ته احترام وکړي او د تشدد او زور د استعمال سره مخالفت وکړي.

په جرمني کي د يهودانو د مرکزي شورأ رئيس، ابراهام ليهرر ددې څخه خبرداري ورکړ، چي د اديانو ترمنځ ډيالوګ نبايد د لوړه څخه تحميل سي. په خبره يې هغه بايد په کښته سويه هم تر سره او هلته هم د افکارو تبادله رامنځته سي، مثلأ په مکتبونو کي. 

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب