1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مدافع وکيلان: د افغان پولیسو پخواني روزونکي بايد وساتل شي

۱۴۰۰ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

وکيلان او د بشري حقونو فعالان غواړي چې د يوې حقوقي دعوې له لارې د آلمان حکومت د افغان پوليسو پخوانيو ررزونکو ته په آلمان کې د پناه ورکړې ته مجبور کړي.

https://p.dw.com/p/46fT3
Afghanistan Symbolbild Vormarsch der Taliban Kunduz
انځور: Ajmal Kakar/Xinhua/imago images

په آلمان کې د مهاجرو پلوي ادارې ويلي دي چې د دوشنبې په ورځ د برلين په اداري محکمه کې دعوی شوې چې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت له خوا دې ویزې صادرې شي.

زياته شوې چې پرو ازول د دغو دوو وکیلانو توماس ليهنرت او سوزانه ګيسلر سره په دې مورد کې د آلمان د حکومت پر ضد په اصطلاح د عدم اقدام د شکايت ملاتړ کوي.

همدا راز ويل شوي دي چې آلمان بايد د افغان پوليسو پخواني رزونکي د «سيمه ایزو همکارانو» په توګه درجه بندي کړي او ساتنه ترې وشي.

د «آلمان د نړيوال ګډکار سازمان» يا جي آې زيډ د پوليسو د يوې پروژې پخواني همکاران تر اوسه د سيمه ایزو همکارانو په توګه په رسميت نه دي پيژندل شوي. د پروازول ټولنې له خوا زياته شوې چې د پرسونل په دې ډله کې يو شمير افغانان چې دعوی یې کړې هغه دي چې د افغان ښځينه او نارينه پوليسو د روزنې پروګرامونه یې پر مخ وړي او په دې توګه یې د جي آیې زيډ د مقرراتو په رڼا کې خپله دنده ترسره کړې ده.

US-Militär schickt 3000 zusätzliche Soldaten zum Flughafen Kabul
انځور: AFP

د بشري حقونو دغي ټولنې زیاته کړې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې دغه کارمندان له ډېر ګواښ سره مخ دي او د لوېديځ د جاسوسانو په توګه ورته کتل کيږي او د طالبانو له خوا ګواښل شوي او تعقيب شوي دي.

مدافع وکيل لينهرت وويل: «آلمان د دغو کسانو د ساتنې مکلفيت لري چې په افغانستان کې یې د آلمان له حکومت سره کار کړې ده.» نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «اکثراً داسې انګيرل کيږي چې دلته د يوه بشر دوستانه عمل خبره مطرح ده خو دا خبره سمه نه ده بلکې دلته په اصل کې د اساسي قانون په چوکاټ کې د محافظت مکلفيت مطرح دی. دعوې مو د اقامې د قوانينو د ۲۲ او ۲۳ مادې پر اساس دي.»

په هند کې د پخواني افغان پوځ افسران: هيڅوک مو ږغ نه اوري

د پرو ازول سازمان اجرايوي مشر کونتر بورکهارت ټينګار وکړ چې دا حقوقي دعوې «تر ډېرې ناهيلۍ وروسته د مرستې يو غږ» دی. نوموړي زياته کړه: «د عدلیې کارونه ډېر ورو پر مخ ځي. د يوې پريکړې د ترسره کيدو پورې دغه کسان چې حفاظت ته اړتيا لري، کيدای شي له منځه تللي وي.»

بورکهارت د آلمان له حکومت څخه د «ژر تر ژره اقدام کولو» غوښتنه وکړه.

ب. ص/ ن. ز (KNA)