محمد مرسي د مصر د ولسمشر په توگه لوړه وکړه
۱۳۹۱ تیر ۱۰, شنبهاعلان
د مصر نوی لومړني ټاکل شوي ولسشمر محمد مرسي د دغه هیواد د ولسمشر په توگه لوړه وکړه. هغه د لوړې د مراسمو پر وخت وویل چې په صادقانه توگه به د دغه هیواد د اساسي قانون او مقرارتو ته درناوی لري او د هیواد د خلکو گټې به په پام کې نیسي. هغه په غیر رسمي توگه د خپلې دندې لوړه تیره ورځ د تحریر په میدان کې وکړه. چیرې چې هغه اعلان وکړ چې د مصر ولس په دغه هیواد کې د قدرت اصلي سرچینه ده. مرسي په داسې وخت کې د مصر د ولسمشر په توگه دنده اخلي چی هیواد له ژورو سیاسي بحرانونو سره مخ دئ. څه موده وړاندې د مصر د اساسي قانون محکمې د دغه هیواد پارلماني ټاکنې ناسمې بللې وي او د هیواد واکمني پوځي شورا بیا دغه پارلمان منحل کړ.