«د افغانستان د جګړې خصوصي کول، ښه نظر نه دی»
۱۳۹۷ شهریور ۷, چهارشنبهمتیس په پنتاګون یا د امریکا متحده ایالاتو د دفاع په وزارت کې خبریالانو ته وویل: «کله چې د امریکایانو د هیواد د اعتبار موضوع وي، د هغه خصوصي کول [خصوصي سکتور ته د هغه سپارل] ښايي یو ښه نظر نه وي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، یو شمیر مشاورینو هغه ته په دې اړه مشورې ورکړې وې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور او تلفاتو کمولو له پاره دې د دې هیواد جګړه خصوصي سکتور ته وسپارل شي.
یو له هغو کسانو څخه چې دغه نظر یې مطرح کړی دی د «بلک واتر» په نوم امنیتي شرکت مشر ایرک پرینس، دی. هغه په وار وار سره د افغانستان د جګړې د خصوصي کیدو خبره کړې ده.
تر دې مخکې ویل شوي وو چې د ولسمشر دونالد ترمپ زوم او د هغه پخواني لوړپوړي مشاور ستو بنن، دغه شان یو پلان ترمپ ته وړاندې کړی دی. خو د بلک واتر شرکت مشر د ترمپ په کابینه کې یوه بله پلوی هم لري. بیتسي دیوس، د هغه خور او د ترمپ په کابینه کې د معارف وزیره ده.
اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکایي ځواکونه میشت دي چې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه انځوريز البوم (05.03.2017):