1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متقي په ترکيه کې له امریکايي دیپلومات سره کتلي

۱۴۰۰ اسفند ۲۱, شنبه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي ترکيه کې د افغانستان له پاره يوه امريکايي ديپلومات سره کتلي دي. دغه مطلب اسوشتید پریس خبري آژانس د قطري چارواکو له قوله خپور کړی دی.

https://p.dw.com/p/48OCd
Afghanistan Kabul | Mawlawi Amir Khan Muttaqi, Außenminister Übergangsregierung
انځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د متقي او امریکايي ديپلومات تر منځ دغه مخامخ لیده کاته په ترکيه کې د یوې غونډې په څنګ کې د قطر هیواد په کوربتوب ترسره شوي دي.

ويل شوي چې د قطر د بهرنيو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني، لومړی افغانستان سره د امریکا د ځانګړي استازي، توماس ویست سره خبرې کړي دي.

د قطر له خوا یوه خپره شوې ويډيو ښيي چې په هغې کې د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير، امیرخان متقي، یوې کوټې ته داخلیږي چې ویست او شیخ محمد په کې حضور لري. په ويډيو کې بیا وروسته ښکاري چې دوی درې واړه يو ځای سره ناست دي.

د قطر له خوا په یوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې «د کتنې پر مهال دوی د افغانستان امنيتي او سياسي پرمختګ په اړه او همدارنګه د افغانستان خلکو ته د ثبات رامنځ ته کولو او د بشري بحران د مخنيوي پر لارو چارو خبرې وکړې.»

امیرخان متقي په یوه بله ويډيو کې خبریالانو ته وايي: «په افغانستان کې اوسني اسلامي حکومت ټول هغه شرایط پوره کړي چې باید په رسمیت وپيژندل شي.» دغه ويډيو چې د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد پر ټويټر خپره کړې، متقي په کې زیاتوي چې د افغانستان بندې کړل شوې پیسې باید آزادې، د افغانانو حقوق باید ورکړل شي او داسې تعامل ورسره وشي څنګه چې د نړۍ له نورو خلکو سره کيږي.

طالبانو دغه راز ويلي دي متقي د انتالیا ديپلوماسۍ فورم په غونډه کې د ترکيې له خارجه وزیر، مولود چاووش اوغلو، سره هم کتلي دي.

دغه کتنه د ترکيې په انتالیا ښار کې د انتالیا د ديپلوماسۍ فورم په څنډه کې داسې وخت شوې چې له افغانستان څخه د امریکايي قواوو د وتلو او په دغه هیواد کې قدرت ته د طالبانو له رسیدلو څخه شاوخوا ۷ میاشتې تيرې شوي دي.

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په ۱۵مه واک ته ورسیدل چې د امريکا په ملاتړ رامنځ ته شوی افغان حکومت ړنګ شو او ټول امريکايي او د هغوی د متحدانو ځواکونه هم له افغانستان څخه ووتل.

AP/mks/mns