متحده عربي اماراتو د ډرون حملو له ډیریدو خبرداری ورکړ
۱۴۰۰ اسفند ۱, یکشنبهپه دغه کنفرانس کې په دفاعي چارو کې د متحده عربي اماراتو وزیر، محمد بن احمد الباوردي وويل: «موږ باید د ډرون له بریدونو څخه د ملکیانو د خوندیتوب او د اقتصادي بنسټونو د تخریب د مخنیوي په موخه متحد شو.»
په ابو ظبۍ کې د بې پيلوټه سیستم یو نندارتون (UMEX) په لاره اچول شوی چې په کې د سېمې او د امریکا، بریتانیا او فرانسې په ګډون د لويدیځ د پوځ او صنعت استازي ګډون لري.
د فرانسې خبري آژانس په حواله، په دغه نندارتون کې به تر ټولو نوې او د لوړې تکنالوژۍ درلودونکې ډرون یا بې پیلوټه الوتکې نندارې ته کيښودل شي. خو کوربه هیواد ېې په اړه خبرداری ورکړ چې دغه ډول وسلې ارزانه او د نړۍ په سطحه لا ډيرې د لاسرسي وړ دي.
د متحده عربي اماراتو د مصنوعي هوښ د چارو وزیر، عمر العلماء وويل چې ډرون الوتکې نن ورځ د «تروریستي ډلو د سلاح کوټونو یوه برخه ده چې د ملکیانو د ویرولو او یا پر نړیوال سیستم د منفي اغیز په موخه ورڅخه استفاده کوي.»
هغه اندیښه وښوده چې دا «یوه ننګونه ده او موږ ته په کار ده تر څو ډاډمن شو چې موږ کولی شو د دغو سیستمونو د [ناوړه] استفادې ضد یو سپر ایجاد کړو.»
متحده عربي امارات د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف غړی دی، کوم چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې د یمن حکومت څخه په ملاتړ د حوثي یاغیانو پر ضد جنګيږي. حوثي یاغیان بیا د ایران ملاتړ لري. که څه هم متحده عربي اماراتو په ۲۰۱۹م کال کې له یمن څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو اعلان وکړ، خو ملاتړ يې اوس هم ادامه لري.
حوثي یاغیانو د جنوري میاشتې په ۱۷مه ابوظبۍ باندې د ډرون او توغندیو برید وکړ چې درې تنه د تیلو کارګران په کې ووژل شول او مالي خسارات يې وارد کړل. متحده عربي امارات له هغه وخت راهيسې د تیار سئ په حال دی.
دغه هیواد له هغه وخت راهیسې درې ورته حملې خنثی کړي دي. په دغو حملو کې د یوې هغې مسئولیت يې په عراق کې یوې لږ پيژندلې ډلې ومانه چې ويل يې په عراق کې له ایران پلوه ځواکونو سره اړیکې لري.
(AFP)mks/mns